د کریسمس خوړو د ایربس شرکت سلګونه کارمندان ناروغه کړي
۱۴۰۲ دی ۳, یکشنبهوروسته له هغې چې د ایربس اتلانتیک په سلکونو کارمندانو د کریسمس په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د ماښام ډوډۍ وخوړه، د خوړو د مسمومیت له کبله په ډله ایز ډول ناروغه شول.
نوموړي آژانس ویلي دي چې په دغو مراسمو کې د ګډون کوونکو تر ۷۰۰ ډیرو کسانو کې د «اسهال او استفراق یا زړه بدوالي» علایم لیدل شوي دي.
د فرانسې د روغتیا وزارت په نانتس ښار کې د دسمبر میاشتې د ۱۴ نیټې په ماښام د نوموړي شرکت د دفتر په رسټورانټ کې د دغو تیارو شوو خوړو د فهرست یا ډول په اړه څه نه دي ویلي. د روغتیایي مسولینو په وینا دوی دوه ورځې وروسته ناروغه شوي وو، خو په روغتون کې څوک بستر شوی نه دي.
د سیمه ایزو رسنیو په حواله کارمندانو ته د پوښتنو لیکونه استول شوي، څو هغوي یې په انلاین بڼه ځواب او خپل علایم په کې ولیکي.
په ټولنیزو شبکو کې یو شمیر کارمندانو اټکل کړی دی چې د «روکامادور» پنیر چې د بزې یا اوزې له شیدو څخه جوړیږي کیدای شي د دې ناروغۍ سبب شوی وي. په هر حال د دې ناروغۍ په اړه هیڅ ډول رسمي اطلاع نه ده ورکړل شوې.
سیمه ایزو رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د شرکت رسټورانټ کې د عامو ورځو په پرتله ډیره ګڼه ګوڼه وه، ځکه کارکوونکو غوښتل د کریسمس له خوړو څخه خوند واخلي.
ایربس آتلانتیک د اروپايي هوانوردۍ شرکت ایربس یوه څانګه ده چې په پنځو هیوادونو کې ۱۵ زره کارمندان لري. د هوانوردۍ دغه شرکت بیا د ټولې نړۍ په کچه ۱۳۴ زره کارمندان لري.
آژانسونه: ش.ن/ خ.ح