1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په دوبې کې مو کوم خواړه مسموموي؟

۱۳۹۸ مرداد ۹, چهارشنبه

د رواني اونۍ په طبي خبرونو کې به: په دوبې کې د غذايي مسمومیت د ډيريدو د خطر، په مغزي سکته کې د ويني د فشار د اغیز او په ګيډه کې د غوړ د پاتېدو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.

https://p.dw.com/p/3N6Qp
Symbolbild Magenschmerzen
انځور: picture alliance/dpa Themendienst

د ګيډې وازده ولې تل پاتې وي؟

که پر سخت غذايي رژيم او لږ کالريو اخيستلو او بدني فعالیت سربيره بيا هم د خپلې ګيډې او ملا په برخه کي د وازدي شاهدان ياستئ، کیدای شې تاسي د مګنيزيم له کمښت سره مخامخ اوسئ.

مګنيزم د ويني په تنظیم او د زړه په فعاليت کې اساسي نقش لري. دغه معدني ماده چې په خوراکي توکو لکه تیز رنګه سابه، لوبیا او بیلا بیلو ميوو کې موندل کيږي، د وزن په کمولو او د ګيډې وازدي په له منځه تللو کې مرسته کوي. د خوراکي توکو کارپوهانو په وینا د انسان په بدن کې پوره مګنیزیم په وینه کې د شکرې د کمښت او د خوړو له انزولینو سره هم تړاو لري.

خو د ګيډې وازدي د نه کميدلو بل علت د خوب کمښت دی. د هغي څيړنې پايله چې د امریکا د اپيدمیولوژي په ژورنال کې خپره شوې ده، ترې څرګنديږي چې هغه ښځې چې د شپې خوب يې تر پنځه ساعته لږ وي، تر نورو ۳۲ سلنه زيات د وزن ډيروالی او د ملا او ګيډې په برخه کې وازده لري.

برسيره پر دې د نیویارک د خوراکي توکو د مرکز د څيړنو له مخې، هغه ښځې چې د شپې د اته ساعته خوب پر ځای څلور ساعته خوب کوي، د نورو په پرتله ۲۳ سلنه زيات د ملا او ګيډې په برخه کي يې وازده ډيريږي او د ورځې په اوږدو کې ۳۰۰ ډير کالرې مصرفوي. بې خوبي د انسان په بدن کې د ګرلین په نامه هورمون د ډيريدو سبب کيږي چې اشتها زياتوي او د ډير خوراک لامل کيږي.

د مالګي مصرف هم د تل پاتې چاغوالي بل لامل دی. مالګه د مايعاتو د راټوليدو او د ګيډې د پاړسوب سبب کيږي. د امريکا متحده ايالاتو د ناروغيو د مخنیوي مرکز د رپوټ له مخي۹۰ سلنه امریکايان تر۲۳۰ ميلي ګرامه زیات سودیم په ورځ کې مصرفوي.

پام وکړئ چې کنسروا شوې خواړه يا ترشي او حتی ځينې پنیرونه د ډيري اندازی سودیم درلودونکې دي. خو ډيرو څيړنو ښودلې ده چې د الکولو خاص ډولونه په ځانګړي ډول د ګيډې له وازدي سره تړاو لري.

که چيرې تاسې د الکولو د مصرف علاقمندان ياست، د خپل مصرف کچې ته پام ولرئ: د دنمارکي کارپوهانو د څيړنو پایلو ښوولې ده چې بير د ګيډې له غټېدو سره نيغ په نيغه اړیکه لري. آلماني څيړونکي هم په دي عقیده دي چې د الکولو ډير مصرف، په خاصه توګه په ښځو کي د ګيډي د غټيدو سبب کيږي.

په دوبې کې کوم خواړه تاسې مسموموي؟

د دوبې توده هوا او په ډيرو خوړو کې د بکترياو ډيريدل د غذايي مسموميت سبب کيږي. د امريکا د ناروغیو د مخنیوي مرکز اعلان کړی دی چې د ډيري مړيني لامل په خوراکي توکو کې د باکترياوو شتون دی. دغه باکترياوې، سالمونلا، توکسوپلاسم، ليستریا يادي شوي دي.

خو په دوبې کې غذايي مسمومیت له کوم ډول خوړو څخه وي؟

نيم خامه غوښه، ډير ژر د E.Coli په باکتریا ککړیږي. د غوښې ټول ډولونه باید په پوره ډول پاخه شي، تر څو په باکتریا باندې يې د ککړيدو خطر کم شي.

هغه بوټي چې د غوړيدلو په حال کې وي، د ودې له پاره يو څه تود چاپيريال او نمجنی هوا ته اړتیا لري چې په دغه ځای کې د باکتريا لکه سالمونلا، ليستريا او E.Coli ودې له پاره مناسب چاپيريال دې. حتي هغه کورني غوړيدونکي بوټي چې په سالمو شرايطو کي وده کوي، کولې شي باکتریا تولید کړي.

د چرګو هګۍ يو بل خوراکي توکی دې چې که سمې پوخ نه شي په خوړو سره يې د غذايي مسموميت خطر ډيريږي. له ياده مه باسئ چې په هګۍ تر لاس وهلو وروسته خپل لاسونه په تودو اوبو او صابون پاک پريمنځئ. د چرګو په هګيو کي کيدای شي چې د سالمونلا باکتريا موجوده وي. د امریکا د ناروغیو د مخنيوي دغه مرکز د تيز رنګه سابه لکه پالک، کاهو، کرم څخه هم خبردارې ورکړې. په ککړو پالکو کي کيدای شي نور ويروسونه وي چې مصرف کوونکې ته د اسهال، د زړه بدوالي او کانګو سبب شي.

خټکی، د مکروني سلات، د چرګ نيم خامه غوښه او رومي که خام وخوړل شي، په دوبې کي د غذايي مسموميت خطر زياتوي.

د لوړ فشار په دواړو ډولونو کې د مغزي سکتې خطر زيات دی

د وروستيو څيړنو له مخې د ويني دواړه فشارونه، سيستولیک او دياستولیک د لوړیدلو په حالت کې کیداي شي د مغزي سکتې او زړه د حملې سبب شي. له همدې کبله د دغو دواړو فشارونو کنترول ډير مهم دی.

د امریکا د زړه ناروغيو انجمن وايې چې سیستولیک د ويني طبعي فشار د استراحت په حالت کي ۱۲۰ او د دياستولیک په نوم فشار۸۰ دی.

ډاکټران ډير کله د سیستولیک پر عدد چې د ويني لوړفشار وي څارنه کوي. خو وروستۍ څيړني چې پايلې يې د New England  په مجله کي خپرې شوي دي، ټينګار کوي چې په دغو دواړو ډولونو د ویني فشارونو کي د زړه ناروغۍ او مغزي سکتې د رامنځ ته کيدلو خطر شته.

څيړونکو د سیستولیک او دياستولیک په نوم د ویني فشار اغیز په بیلا بيلو طبي شرايطو کې لکه د ميوکارد انفراکتوس، د ایسکميک مغزي سکته، يا د هموراژيک (ويني بهیدونکې) مغزي سکته څيړلې او ارزولي دي. د څېړنو له مخي دغه دواړه ډولونه په مستقيم ډول د زړه حملې او مغزي سکتې سره تړاو لري.

د يادونې وړ ده چې په ټوله نړۍ کې د زړه حمله او مغزي سکته د مړيني له مهمو لاملونو څخه دي. د امریکا د ناروغيو او کنترول مرکز د اعلان له مخې په دغه هيواد کې په کال کې تر۶۰۰ زره زيات کسان د زړه د ناروغيو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. په داسي حال کې چې د زړه د ناروغيو او رګونو بنديدو له کبله د مړيني د يو پر څلورمي برخي مخه نيول کيدای شي.

پلاستيکي بوتلونه بيا مه کاروئ

په داسې کال کې چې ډير خلک فکر کوي، د پلاستيکي بوتلونو په اوبو سره بیا ډکول له چاپيريال ساتنې سره مرسته کوي، خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دغه کار تر گټي تاوان ډير وي. بيسفنول آکه چې په BPA سره پيژندل کيږي، يوه کیماوي ماده ده چې د پلاستيک د تولید له پاره ترې کار اخيستل کيږي. دغه مضره کيماوي ماده کولي شي د روغتيا له پاره سختې ستونزي، په سرطان د اخته کيدو او هورمونونو د ناانډول توب سبب شي.

خو له پلاستيکي بوتلونو څخه بيا کار اخيستنه پر همدې ځای پای ته نه رسیږې. په هغه څيړنه کې چې د نیويارک ايالتي پوهنتون په فردونیا کې ترسره شوې پر ۲۶۰ پلاستيکي بوتلونو باندې څيړنه شوي. دا ترینه جوته شوي چې ۹۳ سلنه د معدني اوبو پلاستيکي بوتلونه د پلي اتیلنترفتالاک څخه جوړ شوي او کله چې توديږي، دوې کيماوی مادې آنتيموال او بیسفنول آرا ترې وځي.

په پلاستيکي بوتلونو کي مهم ټکې دا دې چې هغوی هم لکه د نورو څښاک لوښو په څير له لاس او خولې سره سر او کار لري. د دغه بوتلونو خولې ډيري کوچنۍ دي او پاکول يې سخت کار دی. د دغه بوتلونو د خولې مرطوبوالی کولای شي د باکترياو ودې له پاره ښه ځای وي.

د پلاستيکي يو ځل مصرف بوتلونو څخه ځانونه لري وساتئ. که هوډ لرئ چې له چاپيريال ساتنې سره مرسته وکړئ او خپله روغتيا وژغورئ، له ښيښه يې بوتلونو څخه اوبه وڅکئ.

الينا فرهادي/ش.ح