1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا په اوکراين کې به ډېر ژر د يمن سرتيري وجنګيږي؟

۱۴۰۳ آذر ۷, چهارشنبه

د «فاېننشل تايمز» په حواله روسیه غواړي چې د اوکراين په جګړه کې د يمن له جنګيالو هم ګټه پورته کړي. روسیه د اوکراین په وړاندي جګړه کې نه يوازې له ایران څخه جنګي ډرونونه کاروي بلکې د شمالي کوریا له سرتیرو څخه هم کار اخلي.

https://p.dw.com/p/4nUZK
یمن: هغه جنگیالي چی د یمن په حوثي یاغیانو پوري اړه لري
آيا په اوکراين کې به ډېر ژر د يمن سرتيري وجنګيږي؟انځور: OSAMA ABDULRAHMAN/AFP via Getty Images

د "Financial Times" ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چی ډیر ژر به له یمن څخه هم جنگیالي د اوکراين په جگړه کې ونډه واخلي. په یوه رپوټ کې راغلي دي چې اسلامپاله حوثي  ملیشې په خپل هیواد کې په روسي پوځ کې د ماموریت له پاره سرتیري راجذبوي اود «انساني قاچاق» له لارې یې په سونو یمني اجیر سرتیري روسیې ته استولي دي.

له یوې «نړیوالې جگړې» څخه خبرداری

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له خوا ویل شوي دي که چېرې دغه رپوټونه سم وي «نو دا به د ډیری اندیښنې وړ» وي. د پولنډ صدراعظم دونالد توسک هم خبرداری ورکوي چې د یوې«نړیوالې» جگړې خطر ډیر جدي او واقعي دی. په بل عبارت: آیا د جگړې د لا نړيوال کيدو خطر موجود دی؟

او که دا خبره پخوا لا په حقیقت بدله سوې ده؟ دغه خبره د اوکرایني امنیتي ځواکونو پخواني مشر، والیري سالوشني چې اوس په بریتانیې کې سفیر دی، کړې ده. هغه په دې باور دی چې دریمه نړیواله جگړه لا پخوا پیل سوې ده، دا ځکه چې ډیری هیوادونه له پخوا څخه پکښي ښکیل دي.

دا خبره واضح ده: د نوو اټکلونو له مخې د روسیې ۷۰۰ زره سرتیري د اوکراین  په جگړه کې د وژل کیدو او یا هم د ټپي کیدو له امله له لاسه ورکړي دي. له همدې کبله اوس له شمالي کوریا څخه څه ناڅه  هغه ۱۲ زره سرتیري جگړه پرمخ بیايي چې واکمن کیم یونگ اون، د جگړې له پاره روسیې، په تیره بیا د کورسک سیمې ته استولي دي.

Deutschland Politik l Roderich Kiesewetter, CDU
آلمانی سیاستوال ، رودریش کیزه ویترانځور: Bernd Elmenthaler/IMAGO

انالینا بیربوک: د پوتین جګړه هیڅ سرحد نه لري

په اوکراین کې له یمن څخه د جنګیالیو په اړه تازه خبرونه په ایټالیا کې د G7 ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته هم ورسیدل. په دغه غونډه کې له زرغون گوند څخه د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک، وویل :«که دا خبره تأیید سي، نو یوو ار بیا به په ډاگه سي چې د روسیې  د ولسمشر په رهبري سوي جگړې کې هیڅ ډول محدودیت نسته.»

ددغو رپوټونو په وړاندې بیا له ډویچه ویلی سره په مرکه کې د سوسیال ډیموکراټ ګوند د خارجي چارو کارپوه، رودریش کیزه ویتر دومره ډیره حیرانتیا ونه ښودله. هغه وویل :«روسیې له ډیر پخوا راهیسي له منابعو سره ستونزې لرلې، هم په مشخصو ساحو کې له وسايلو او هم د پرسونل له پلوه. هغه باید اوس د روسي پوځیانو د تحرک له پاره ډیرې زیاتې تشویقي پیسې ورکړي او د پورونو د معافیت په لټه کې دی.»

د نوموړي په خبره ولسمشر پوتین له ډیره وخته راهیسي د مثال په ډول د حماس له وسله والې ډله او یا هم له حوثي ملیشو سره چې د دواړو ملاتړ د ایران له خوا کیږي، نیژدې گډ کار کوي: »له دې کبله دا د تعجب خبره نه ده چې اوس یمني جنگیالي گومارل کیږي. داسي شواهد سته چې دا حوثي ترهگر نه بلکې هغه یمني اتباع دي چې د دروغو ژمنو له مخې روسیې ته استول کیږي او وروسته بیا په اصطلاح په جبري ډول استخدامیږي.

د جګړې پراختیا په جرمني کې د انتخاباتي مبارزې موضوع ده

په آلمان کې سیاستوال په تکرار سره د جگړې له پراخوالي څخه، که هغه له پوځي پلوه وي، پرسونل او یا هم له مالي لحاظه وي، خبرداری ورکوي. جرمني په اوس وخت کې د امریکا متحده ایالاتو ترڅنگ د اوکراین قوي ملاتړ کوونکي بلل کیږي. علاوه پردې دا لا معلومه نه ده چې امریکایان به په راتلونکي کې د نوي ولسمشر دونالد ترمپ تر مشرۍ لاندي کوم نقش پر غاړه واخلي.

په آلمان کې د ۲۰۲۵ م کال په فبرورۍ کې د نوو ټاکنو له پاره د انتخاباتي مبارزې په پیل کې، صدراعظم اولاف شولڅ  غواړي ځان د «سولې د صدراعظم» په توگه معرفي کړي. هغه بیا هم له کیف څخه پر پرله پسې غوښتنو سربیره، له دې ډډه وکړه چې د تاوروس داسي توغندیز سیستم اوکراين واستوي چې په روسیه کې هم هدفونه ویشتلی سي.

هغه په دا وروستیو کې وویل: «حتی که  موږ ترټولو لوی او ډیر باوري ملاتړي هم اوسو، ترڅو هیواد له ځانه دفاع وکولای سي، بیا هم موږ ځینې کارونه نه کوو - د بیلګې په توګه، د کروز د توغندیو استول، د مثال په ډول، موږ باید  دا ومنو چې په خطرناکو وسلو سره چې موږ یې لرو او هغه استوو، د روسیې په پټو سیمو کې دننه په هدفونو برید ترسره کيدلای سي.»

په اوکراین  کې ورځ تر بلې د جگړې د پراخیدو موضوع ښايي د آلمان انتخاباتي کمپاین ته هم شکل ورکړي. د "ARD-Deutschlandtrends" له خوا په نوې ټولپوښتنه کې چې د نظر د تحقیق د انستیتوت "infratest-dimap" له خوا ترسره سوې ده، د نماينده ځواب ورکوونکو څخه یې ۶۱ سلنه اوکراین ته د توروس د سیستم له ورکولو سره خپل مخالفت ښودلی دی.

د جګړې ۱۰۰۰ ورځې؛ اوکراین ته دغه جګړه په کومه بیه تمامه شوه؟

ينس توراو
ينس توراو توراو ينس