پنټاګون: د شمالي کوریا سرتیري د اوکراین جګړې ته داخلیږي
۱۴۰۳ آذر ۳, شنبهد امريکا د دفاع وزير د څرګندونو له مخې، دغه هیواد اټکل کوي چې ډېر ژر به د شمالي کوريا زرګونه سرتېري چې روسيې ته لیږل شوي د اوکراين پر وړاندې د روسیې جنګي عملياتو سره یو ځای شي.د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټین ویلي: «د شمالي کوریا سرتیرو ته ورکړل شوې روزنې او د روسیې په جنګي واحدونو کې د مدغم کیدو د طریقې پر اساس، احتمال لري چې دوی به ډیر ژر د اوکراین په وړاندې جګړه کې برخه واخلي.»
د امریکا د متحدو ایالتونو د ارزونې له مخې د روسیې په کورسک سیمه کې د شمالي کوریا لس زره سرتېري به ډېر ژر د دغه هېواد نظامي تشکیلاتو ته دننه شي.
د اوکراین د دفاع وزارت هم په دې وروستیو کې دا خبره تائیده کړې وه چې د روسیې په سرحدي سیمه کورسک کې یې د شمالي کوریا له ګومارل شویو پوځي واحدونو سره د ځواکونو نښتې شوې دي.
سویلي کوریا، اوکراین او لویدیځ هیوادونه وایي چې شمالي کوریا په دې جګړه کې د روسیې د ملاتړ له پاره خپل نږدې ۱۰۰۰۰ عسکر په روسیه کې ګومارلي یا ځای پرځای کړي دي.
لویدیځ هیوادونه له اوږدې مودې راهیسې پر پیونګ یانګ دا تور هم لګوي چې د اوکراین پر وړاندې جګړه کې مسکو ته د توپخانې مرمۍ او توغندي هم ورکوي.
د همکاریو په رووستي اقدام کې تیره نوامبر میاشت د روسیې او شمالي کوریا تر مځ دوه اړخیزدفاعي تړون تصویب شو.د دې موافقې پر اساس له دواړو خواو څخه د وسله وال برید په صورت کې د یوه بل مرستې ته د رسېدلو غوښتنه شوې ده.