1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۱۵۰ هیوادونو د ګلخانه يي ګازونو پر کمولو هوکړه وکړه

۱۳۹۵ مهر ۲۴, شنبه

د نړۍ ۱۵۰ هیوادونه د ګلخانه يي ګازونو د تولید پر کمولو سره هوکړې ته ورسیدل. سیانسپوهان وايي چې ګلخانه يي ګازونه د کاربن دای اکساید ګاز پر پرتله ۱۰ زره برابره خطرناک دي.

https://p.dw.com/p/2RGKp
Ruanda Kigali internationales Treffen zum Klimawandel
انځور: picture-alliance/AP Photo

د اقلیم د بدلون د مخنیوي د هڅو په دوام، د ۱۵۰ هیوادنو استازو چې په رواندا کې سره راټول شوي وو، د ګلخانه يي ګازونو د کمولو پر سر هوکړې ته ورسیدل.

د شنبې په ورځ د نړۍ ګڼ شمیر مشران په رواندا کې سره راټول شوي وو او د ګلخانه یې ګازونو چې ډیر په یخچالونو او ایرکنډیشنونو کې کارول کیږي، د کمې کارونې پرسر یې په غوڅ اکثریت سره پریکړه وکړه. د رواندا د طبیعې زیرمو وزیر وینسنت بیروتا، د خپل هیواد په پلازمینه کې د نړۍ د استازو تر اوږدو خبرو وروسته اعلان وکړ چې دغه پریکړه د عملي کیدو وړ ده.

دغه پریکړه د نړۍ هیوادونه د ګلخانه يي ګازونو د استفادې له اړخه په درې برخو ویشي، چې هره برخه هیوداونه به په تدریجي ډول د دغو ګازونو په کارولو کې کمی راولي. ګلخانه يي ګازونه د کاربن دای اکساید ګاز پر پرتله ۱۰ زره برابره خطرناک دی.

د دغه پریکړه ليک پر اساس، د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون چې د ځمکې د هوا په ککړتیا کې ډیره ونډه لري او نور اروپايي هیوداونه به تر ۲۰۱۹م کال پورې د ګلخانه يي ګازونو استفاده را ټیټه کړي. د چین په ګډون چې د نړۍ د هوا د ککړتیا په کتار کې لومړی مقام لري او نور د پرمختګ په حال کې هیوادونه چې شمیر یې ۱۰۰ ته رسیږي، باید له ۲۰۲۴م کال وروسته د ګلخانه يي ګازونو پر کمې استفادې کار پیل کړي.

د هندوستان، د خلیجي هیوادونو او پاکستان په ګډون دریمه ډله هیوادونه به دغه هوکړه لیک د ۲۰۲۸م کال وروسته عملي کوي. دغه نیټه د هندوستان لخوا د وړاندیز شوې نیټې په پرتله درې کاله وړاندې وټاکل شوه.

د نړیوالو د هیلو ازمایښت

د اقلیم د بدلون د مخنیوي د هڅو په هکله تیر کال د پاریس تر هوکړې وروسته د ګلخانه يي ګازونو په اړه دغه پریکړه د نړیوالو لپاره یو ازمایښت ګڼل کیده. د نړۍ ګڼ شمیر هیوداونو له دغې پریکړې ملاتړ کړی او دغه پریکړه به د روان کال د نومبر د میاشتې له پیل څخه پلي شي.

دغې پریکړې ته تر رسیدو مخکې، د اروپايي ټولنې  کمیشنر میګول اریس کانیټي په یوه اعلامیه کې وویل: «دغه پریکړه د نړۍ د اقلیم له پاره ستره لاسته راوړنه ده. موږ د تیر کال د دیسمبر د میاشتې د فرانسې د تړون د عملي کولو د ژمني په هکله یو ستر ګام پورته کړ.»

ګڼ شمیر هیوادونه په دې موضوع سره نه پخلا کیدل چې څه وخت باید د ګلخانه يي ګازونو د کمولو چارې پیل شي. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، جان کیري او ګڼ شمیر غربي هیوداونو په دې هکله د ژر اقدام کولو وړاندیز کوه، خو د هندوستان په ګډون ځینو هیوادنو بیا د دې کار د عملي کولو لپاره د ډیر وخت غوښتنه کوله.

ګڼ شمیر افریقايي هیوداونو او هغه هیوادونه چې د اوبو په منځ کې په ټاپوګانو کې پراته دي، په دې هلکه د چټکو اقداماتو غوښتنه کوله او ویل یې چې د اقلیم د بدلون تر ټولو ډیر زیان دوی ته رسیږي.

د ګلخانه يي ګازونو خطر

د چاپیریال ساتنې ډلې هیله لري چې د شنبې د ورځې دغه تړون به د ځمکې د تودوخي په درجه کې د پام وړ بدلون رامنځ ته کړي او وړاندوینه کوي چې د روانې سلیزې تر پایه به د ځمکې د تودوخې کچه د سانتي ګرید په کچه نیمه درجه راټیټه شي.

د ګلخانه يي ګازونو بدیل ګازونه لکه امونیا او نور ګازونه کیدای شي د ګڼ شمیر مخ پر ودې هیوداونو لپاره چې ډیر ګرم اوړی لري، ډیر قیمته تمام شي.

وروسته له هغې چې ساینسپوهانو ومونده چې د کلوروفلورو کاربون ګازونه د اوزون پردې ته ډیر زیان رسوي، هغوی په لومړي ځل په ۱۹۹۰م کلونو د ګلخانه ايي ګازونو د کارونې وړاندیز وکړ. د اوزون پرده ځمکه د لمر له زیانمنو وړانګو خوندي ساتي.

خو وروسته بیا دا معلومه شوه چې ګلخانه يي ګازونه د نړۍ د تودوخې لپاره دیر زیانمن دي. که څه هم دغه ګاز د اوزون د پردې لپاره زیانمن نه دی خو د کاربن دای اوکساید په پرتله ۱۰۰۰ برابره ډیره ګرمي رامنځ ته کوي.