یوې محکمې ترمپ دوه میلیونه ډالره جریمه کړی دی
۱۳۹۸ آبان ۱۷, جمعهیوې محکمې د امریکا متحده ایالاتو پر ولسمشر دونالد ترمپ، باندې له دې کبله د دوه میلیونو ډالرو جریمه لګولې ده چې په خبره یې ترمپ خپل خیریه سازمان د تجارتي او سیاسي اهدافو له پاره کارولی دی. اوس نو باید دونالد ترمپ له بیلابیلو خیريه سازمانونو سره دوه میلیونه ډالر مرسته وکړي.
د منهاتن محکمې د پنجشنبې په ورځ وموندله چې ترمپ د پوځ د پخوانیو غړو له خوا د ده خیریه سازمان ته ورکړل شوې پیسې، په ۲۰۱۶ کال کې د خپل ولسمشریز کمپاین د پرمخ وړلو په موخه کارولي دي. ترمپ په ۲۰۱۶ کال کې خپل د کمپاین کارکوونکو ته اجازه ورکړې وه چې د ده له خیریه سازمان سره په همغږۍ کې د پوځ له پخوانیو کارکوونکو څخه د مرستو ټولولو یوه غونډه جوړه کړي.
په دې غونډه کې راټولې شوي ۱۰۰۰۰ ډالره، پر نورو سربیره د ترمپ د یوې نقاشۍ چې ۱،۸ متره لوړوالی لري، پر رانیولو باندې لګیدلې دي.
محکمې دغه پریکړه د نیویارک د څارنوالۍ دفتر له خوا تر یوې ۲۱ میاشتنې څیړنې وروسته، کړې ده.
پر جریمې سربیره، د ترمپ درو اولادونو ته امر شوی دی چې د خیریه سازمانونو د ادارې جبري کورسونه ونیسي. پر ترمپ لګیدلې دوه میلیون ډالري جریمه به پر اتو خیریه سازمانونو باندې وویشل شي.
(ms/ks (Reuters/AP