1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان: کليوال د مهاجرو په نیول کیدو کې همکاري کوي

۱۳۹۸ اسفند ۱۸, یکشنبه

د ترکیې او یونان په سرحد کې وضعیت په پرله پسې ډول مخ پر خرابیدو دی. یوناني چارواکي په غیر قانوني توګه له سرحد څخه د اوښتونکو مهاجرو د نیولو په برخه کې د کليوالي خلکو مرسته ترلاسه کوي.

https://p.dw.com/p/3Z3CD
Griechische Sicherheitskräfte an der türkisch-griechischen Grenze
انځور: picture-alliance/Xinhua/D. Tosidis

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ په یو شمیر پیښو کې لیدل شوي دي چې د یونان چارواکي له کلیوالي خلکو څخه چې د دغې غریزې سیمې له جغرافیې سره بلد دي په مختلفو ځایونو کې د پټو شویو مهاجرو د پيدا کولو په برخه کې مرسته ترلاسه کوي. د ترکیې او یونان ترمنځ د ۲۱۲ کیلومتره سرحد په اکثرو برخو کې موانع (اغزن سیم یا سیمي دیوال) نصب دي.

پناه غوښتونکي اروپا ته د رسیدو په کوښښ کې په مختلفو ځایونو کې د دغو موانعو تر پرې کولو وروسته د ایوروس سیند څخه د تیریدو هڅه کوي.

د یونان اموریو کلی له ایوروس سیند څخه یوازې ۳۰۰ کیلومتره واټن لري. د دې سیمې د ټولنې مشر پنایوتس اګیلدارکس، وایي چې هغه او نور دواطلبان پر سرحدي لارو پیره کوي: «په دې ورځو کې مونږ پر سرحدي لارو څارنه کوو، له کوم ځایه چې مهاجر راځي.»

د هغه په خبره دوی له سیند څخه تیریدونکي مهاجر هلته نیسي او پولیسو ته اطلاع ورکوي. وروسته بیا چارواکي هغې دستګیر کوي او له ځان سره یې وړي: «بیا دا نو د پولیسو کار دی، مونږ ورسره هیڅ غرض نه لرو چې هغوې دوی له ځان سره چیرته بیایي. مونږ خو یوازې د پولیس او پوځ مرسته کوو.»

یو وخت به په سرحد کې دغو کليوالي خلکو له مهاجرو سره مرسته کوله. سیمه ایزو خلکو به دغو مهاجرو ته چې په خطرناکو ځمکنیو لارو راتلل اوبه او خواړه ورکول او نورې آسانتیاوې به یې ورته برابرولې. دا ټول به د انساني همدردۍ له مخې ترسره کیدل. خو اوس دغه همدردي له منځه تللې ده. اوس د یونان په کلیو او ټاپوګانو کې مهاجرو ته ښه راغلاست نه ویل کیږيږ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې ویلي وو چې اروپا ته د تلونکو مهاجرو مخه به نوره نه نیول کیږي. تر دې اعلان وروسته د یونان او ترکیې ترمنځ سرحد ته د په زرګونو مهاجر راتګ پیل شول.

د اټکلونو له مخې شاوخوا ۳۵ زره مهاجر د ترکیې او یونان په سرحد کې اروپا ته د رسیدو په تمه دي. د یونان حکومت هم هلته د دوی د مخنیوي له پاره اقدامات پیل کړي دي چې له امله د اتن او انقرې مناسبات هم خړ پړ شوي دي.

یونان ته د مهاجرو د ننوتلو د مخنوي له پاره پوځي قطعات هم ګمارل شوي دي. د یوناني چارواکو په حواله په تیره یوه اونۍ کې یې ۲۵۲ مهاجر چې غوښتل یي په غیرقانوني توګه یونان ته داخل شي نیولي دي.

په دوی کې ۶۴ سلنه یي افغانان دي. ۱۹ سلنه یي پاکستاني اتباع، ۵ سلنه یي ترکان، ۴ سلنه سوریایي مهاجر او پاتې نور یي د ایتوپیا، بنګله دیش، مصر، ایران او مراکش هیوادونو اتباع دي.

دویچه ویله: ش.ن/ ا.ا