یونان: په ځنګلونو کې د اور ۱۸ قربانیان ښايي کډوال وي
۱۴۰۲ شهریور ۱, چهارشنبهد دې هیواد د اور وژنې ادارې ویاند یانس ارتوپیوس وویل، د قربانیانو جسدونه د الکساندرو پولیس ښار په شمال کې موندل شوې. ویل کیږې دا هغه سیمه ده چې ډیر وختونه د غیرقانوني کډوالو لخوا یونان ته د ورتلو له پاره ترې کار اخیستل کیږي.
ارتوپویس وویل له هغه ځایه چې په یاده سیمه کې د هیچا د ورکیدو راپور نه دی ورکړل شوی موږ پلټنه کوو چې دا ممکن هغه خلک وي چې یونان ته په غیرقانوني ډول ننوتلي وي.
له څو ورځو راهیسې د یونان په شمال ختیځه سیمه او همدارنګه د دغه هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې اور لګېدنه شوې ده.
هغه کډوال چې له ترکیې څخه په ناقانونه توګه یونان ته د اوروس سرحدي سمندرګي له لارې ننوځې ډېر وختونه د دادیا په ځنګلي سیمه کې پټیږي.
له هغه وروسته چې د دوشنبې په ورځ په سیمه کې د یوه بل مشکوک کډوال جسد وموندل شو ورسره د اورلګیدني د قربانیانو شمیر ټولټال ۲۰ کسانو ته ورسید.
هاخوا چې د دوشنبې په ورځ د آتن په شمال کې د یوه بوډا شپانه جسد هم موندل شوی وو.
د ویلو ده چې د اور شعلې دیونان په شمال ختیځ کې په بې کنټروله توګه په خاص ډول د اویا او کیتنوس ټاپوګانو او د آتن په شمال کې د بوئوتیا په سیمه کې خپریږي او د قوي بادونو او د تودښت تر ۴۱ درجو پورې خطرناک ترکیب رامینځ ته کوي.