1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان غواړي مهاجرين بیرته ترکیې ته ولیږي

۱۳۹۸ اسفند ۲۵, یکشنبه

یونان د مهاجرينو د لیږلو په موضوع کي خپل سختگیرانه سیاست ته ادامه ورکوي. د مهاجر پلوه سازمان (پرو ازول) په حواله د ترکیې څخه راغلي مهاجرین د خپل هویت د تثبیتولو له پاره ۶ میاشتي وخت لري او تر هغو پوري به بنديان وي.

https://p.dw.com/p/3ZSh6
Rauchbomben und Tränengas an griechisch-türkischer Grenze
انځور: picture-alliance/AP/E. Gurel

مهاجر پلوه سازمان (پرو ازول) وايي، دا چي مهاجرين اجازه نه لري، په یونان کي پناه ورکړي، «د بشر د حقوقو په لار کي یوه لویه مانع او عملأ د دغو حقوقو له منځه وړل دي .»

لکه څنگه چي المانۍ ورځپاڼي، وېلټ ام زونټاگ رپوټ ورکړی دی، یوناني چارواکي غواړي د لیسبوس په جزیره کي بند پاته سوي مهاجرين بیرته ترکیې ته ولیږي. د ورځپاڼي په حواله دغه انسانان د دغي جزیرې د مایتلین بندري ښار ته سپارل سوي او د لیسبوس د پولیسو قومندانۍ اطلاع ورکړې ده، چي هغوی (مهاجرين) د «نا مطلوبو مهاجرينو» په لست کي قرار لري او ځکه نو باید اخراج سي.

مهاجر پلوه سازمان (پروازول) پر یونان باندي تور لگوي، چي د مهاجرينو سره د چلند په موضوع کي یې پر قانون ولاړ دولت عملأ نقض کړی دی.  د رپوټ پر اساس د ترکیې څخه راغلي مهاجرین د خپل هویت د تثبیتولو لپاره ۶ میاشتي وخت لري او تر هغو پوري به بندیان وي. که هغوی همکاري ونه کړي، نو به ۶ میاشتي نور هم په حبس کي پاته سي. خو د ورځپاڼي په حواله دا لا معلومه نده، چي ایا ترکیه به دغه مهاجرين بیرته ومني او که څنگه؟

Rauchbomben und Tränengas an griechisch-türkischer Grenze
انځور: AFP/O. Klose

تر هغه وروسته چي ترکیې اعلان وکړ، اروپا ته د مهاجرينو د تگ مخنیوی نه کوي، یونان د ۳۰ ورځو لپاره د پناه غوښتني قانون تعلیق کړ. په دې اساس نو هغه مهاجرين چي په همدې وخت کي په غیر قانوني ډول سره دغه هیواد ته ورداخلیږي، د پناه د ورکولو حق نه لري او ډیر ژر باید بیرته اخراج سي.

Griechenland Insel Lesbos Migranten erreichen Küste
انځور: picture-alliance/dpa/AP/M. Varaklas

مهاجر پلوه سازمان (پرو ازول) همدارنگه پرون شنبه (د مارچ میاشتي ۱۴مه) په یونان کي د «قوانیونو د نقصیدو په مورد کي» د اروپا د اتحادیې د کورنیو چارو د وزیرانو پر سکوت باندي هم سخت انتقاد کړی دی. د همدغه سازمان په حواله د څو ورځو راهیسي د لیسبوس په جزیره کي ۵۰۰ مهاجرين په یوه جنگي کښتۍ کي په «غیر انساني او تحقیر آمیزه شرایطو» کي بند پاته دي او د پناه غوښتني د حق څخه محرومه دي. د هغوی په منځ کي ډیر فامیلونه، ښځي او کوچنیان هم شامل دي.