ینس ستولتنبېرګ: د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته ژمن یو
۱۳۹۸ شهریور ۱۲, سهشنبهد فرانسې خبرې آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبېرګ، د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره په بروکسل کې تر ملاقات وروسته ویلي دي چې ناټو د افغان ځواکونو د ملاتړ هدف ته ژمنه ده.
امریکا متحده ایالات له طالبانو سره په خبرو بوخته او د دواړو لورو د معلوماتو له مخې په خبرو اترو کې يې پرمختګ کړی دی.
ستولتنبېرګ د خپل ټویټر په یوه پیغام کې کې دا هم لیکلي دي چې ناټو په افغانستان کې د سولې د تر لاسه کولو د هڅو بشپړ ملاتړ کوي. هغه په عین وخت کې په کابل کې د تیره ورځې برید سخت غندلی دی. خو د پمپیو او ستولتنبېرګ د خبرو اترو ډیر جزئیات نه دي په ډاګه شوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ۱۶ تنه وژل شوي او ۱۱۹ ټپیان شوي دي. طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.
په افغانستان کې د ناټو د پوځي حضور له پاره امريکايي عسکر د ملا تیر ګڼل کیږي. د ۲۰۱۴م کال په پای کې ناټو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه او د ۲۰۱۵م کال له پېل راهیسې د غوڅ ملاتړ، په نوم یو روزنیز ماموریت پرمخ وړي چې موخه یې د افغان امنیتي ځواکونو روزل او هغوی ته سلا مشورې ورکول دي. په دغه ماموریت کې ۱۷۰۰۰ ځواکونه ونډه لري.