کیم جونګ ان د شمالي کوریا نوی مشر شو
۱۳۹۰ دی ۸, پنجشنبهد پنج شنبې په ورځ هم د شمالي کوریا پلازمینې کې په لس ګونو زره کسان سره راټول شوي ول ترڅو د خپل مړ شوي مشر د جنازې د مراسمو دویمه ورځ ولمانځي.
د شمالي کوریا تشریفاتي مشر، کیم یونګ نام، د دغه هیواد د پخواني مشر زوی، کیم جونګ ان، د شمالي کوریا د او د دغه هیواد د پوځونو د مشر په توګه ونوماوه.
دغه چارواکي وویل چې کیم جان ان د خپل پلار څخه رهبري، شخصیت او نور خصوصیات په میراث وړي دي. هغه زیاته کړه چې ان به د شمالي کوریا د حاکم کمونست ګوند مشر وي.
وروسته له دغې اعلامي د شمالي کوریا دولتې تلویزیون کیم جون ان د دغه هیواد د حاکم ګوند، د کوریا او د پوځ د مشر په توګه یاد کړ. د ان مشري به د شمالي کوریا پارلمان او نور مشران هم تصدیق کړي.
ان په داسې حال کې چې تور بالا پوش یې پر تن وو او د احترام په توګه یې خپل سر ټیټ نیولی وو د خپل د پلار د جنازې د مراسمو په دویمه ورځ څرګند شو.
د شمالي کوریا تشریفاتي مشر، کیم یونګ نام، په خپلو خبرو کې د دغه هیواد له مړ شوي مشر د نړیوالې سولې په برخه کې هغه د کارونو له کبله ستاینه وکړه. هغه د ایل د مړینې څخه د شمالي کوریا له پاره د یوې لوې ضایعې په توګه یادونه وکړه.
درې دقیقې چپتیا
کله چې د ایل د جنازې د دویمې ورځې مراسم پای ته ورسیدل په ټوله شمالي کوریا کې د دریو دقیقو لپاره عمومي چپتیا اعلان تر سره شوه. د چپتیا وروسته په دغه هیواد کې کښتیو او اورګاډو خپل هارنډونه وغږول.
د ایل د جنازې مراسم یوازې د شمالي کوریا د دولتې تلویزیون لخوا ښکاره شول. ایل د رواني میاشتې په ۱۷ نیټه د زړه د حملې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم