کرونا ویروس؛ په نړۍ کې پر ګرځیدو بندیز څرنګه تطبیقیږي؟
د کرونا ویروس د وبا په ترڅ کې د نړۍ په کچه قانون نافذونکي ځواکونه په دې هڅه کې دي چې په کورونو کې د پاتیدو امر تطبیق کړي. په دې هکله د هر هیواد چلن جلا دی. په ځینو هیوادونو کې خلک نیول کیږي او د ځینو چلن بیا مهذبه دی.
کابل، افغانستان
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په کابل ښار کې ۱۶۰۰ پوليس په دنده وګمارل تر څو په دغه ښار کې د خلکو د غير ضروري تګ راتګ مخنيوی وکړي.
ډاکه، بنګله دیش
د بنګله دیش په پلازمېنه ډاکه کې پر ګرځیدو د بندیز امر مراعاتونکو پولیسو، دغه کس نیولی دی.
کټمنډو، نیپال
د نیپال په پلازمېنه کټمنډو کې پولیسو یو کس نیولی دی چې د حکومت له خوال لګول شوی پر ګرځیدو بندیز یې نه وو مراعات کړی.
چینایي، هند
د هند په چینایي کې د اپریل میاشتې په لومړۍ نیټه پولیس د ګرځبندیز د نه مراعاتولو له کبله ځایي اوسیدونکو ته جزا ورکوي.
بنکاک، تایلنډ
د تایلنډ پولیس چې محافظتي ماسکونه یې اغوستي، د اپریل په دریمه نیټه په بنکاک کې د تالاشۍ په یوه پوسته کې پر موټرسایکل سپور کس درولی دی.
احمد آباد، هند
د اپریل میاشتې په لومړۍ نېټه د هند په احمد آباد کې چټک ځواک په ګزمه راوتیل او له خلکو غواړي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.
موګادیشو، سومالیا
پولیس د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیو د هڅو په ترڅ کې غواړي د سمندر پر غاړه خلک تیت او پرک شي. دغه انځور د سومالیا په موګادیشو کې د اپریل میاشتې دریمه نېټه اخیستل شوی دی.
برایټن، بریتانیا
یو پولیس د بریتانيا په برایټن کې د سمندر پر غاړه ناست له یوه کس سره خبري کوي. دغه انځور د اپریل میاشتې په څلورمه نېټه اخیستل شوی دی.
یروشلم، اسرائیل
د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیو په ترڅ کې په اسرائیلو کې هم له خلکو غوښتل شوي چې په کورونو کې پاتې شي. پولیس یو یهودی د دغه امر د نه مراعاتولو له کبله نیولی دی. انځور د مارچ میاشتې په ۳۰مه نېټه اخیستل شوی دی.
ګواتمالا ښار، ګواتمالا
دغه انځور چې د ګواتمالا هیواد په ګواتمالا ښار کې د اپریل میاشتې پر دریمه نېټه اخیستل شوی دی، لیدل کیږي چې د دغه هیواد د ملي پولیسو غړي هغه کسان تر نیول کیدو وروسته بدرګه کوي چې ګرځبندیز یې نه دی مراعات کړی.
لاس اینجلس، کلیفورنیا، متحده ایالات
د لاس اینجلس د پولیسو څانګې افسران په یونین ریل سټیشن، کې د هغو کسانو اسناد ګوري، چې ورته د تګ اجازه ورکړل شوې ده. انځور د اپریل د څلورمې نېټې دی.
مسکو، روسیه
د مسکو په سره میدان کې د پولیسو یوه افسره د ښار د جزوي بندیدو وروسته پلي کسانو ته لارښوونه کوي. انځور د مارچ میاشتې د ۳۱مې نېټې دی.
ریو دي ژینرو، برازیل
پولیس له خلکو غواړي چې د سمندر ساحل پریږدي. دغه انځور د مارچ میاشتې په ۲۸مه نېټه اخیستل شوی دی.
کیپ ټاون، سویلي افریقا
په کیپ ټاون کې هم پر ګرځیدو بندیز په سخته څارل کیږي. انځور په سیولي افریقا کې کیپ ټاون ته څیرمه د مارچ په ۲۷مه اخیستل شوی دی.