کابل: په ميليونو کوچنيان له خطر سره مخامخ دي
۱۳۹۱ آبان ۳۰, سهشنبهد کار او ټولنیزو چارو وزارت د رسمي شمیرو له مخي، له ګواښ سره د مخامخ ماشومانو له ډلي څخه دوي توانیدلي دي چې نیمايي یعني درې ميلیونه کوچنيان د خپلو مرستو تر پوښښ لاندي ونیسي.
په همدې حال کې سږکال د ماشومانو پر وړاندي د جنسي تیریو پېښي هم زیاتوالی ښيي. یوازي په هرات ولايت کي تر اوسه دغه ډول اویا پيښي ثبت شوي دي.
د ولسي جرګې د غړې نظیفې ذکي په وینا د دغه راز پیښو له عاملینو سره د حکومت نرم چلند د دې لامل شوی دی، چې ماشومان په سیستماتیک ډول د زور زیاتیو له څپې سره مخامخ سي:
«د خدای له پاره، په کوم دین او کتاب کې راغلي دي چې پر ماشومانو باندي دي تیری وشي، د افغانستان په ټولنه کې ولي دا بدبختي رامنځته شوې ده، ولي موږ او تاسو د حکومت او ولسمشر گرېوان نه نیسو تر څو پر ماشومانو تیري کوونکو ته سخته جزا ورکړي.»
خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسئولين وايي، چي دوی د کوچنیانو د ژوند ښه کولو له پاره کرار نه دي ناست او د څو بنسټونو پر جوړلو سربیره یې درې ميلیونه کوچنیان تر خپل پوښښ لاندي راوستي دي.
د دغه وزارت ویاند علي افتخاري وايي: «د دې انديښنو پر وړاندي مو د ماشومانو حمایوي مرکزونه جوړ کړي دي، چې د کوڅو ماشومان پکښې ساتل کیږي، ستراتیژي مو جوړه کړي ده، همدا راز نور کارونه هم تر لاس لاندي لرو، چې وکړای شو د ماشومانو حالت ته مثبت بدلون ورکړو.»
د افغانستان په ډیرو ولایتونو او حتی پلازمېنه کابل کې ډیر ماشومانو په داسي کارونو بوخت دي، چې تر توان يې لوړ دي، لیکن د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو له پاره له سهار وختي څخه تر ماښامه په درنو کارونو بوخت وي.
د ماشومانو مدافع سازمانونه وايي، چي اقتصادي کمزورتیا، د خلکو د پوهي د کچې ټیټوالی، قانوني معافیت او له مجرمانو سره د جدي چلند نه کیدل هغه څه دي چې افغان حکومت د ماشومانو د حقونو د خوندي کولو لپاره نه دي تر سره کړي.
دغه سازمانونه وايي، چي د ماشومانو په برخه کې د ملي او نړیوالو قوانینو پلي کول، هغوی له شاقه کارونو څخه منع کول، په وسله والو ځواکونو کې د کم عمره ماشومانو نه شاملول او په زندانونو کې له ډیرعمره کسانو څخه د ماشوم بندیانو جلا کول د حکومت دنده ده.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل