کابل ته د سعودي له توقیف خانو د آزاد شوو ۲۲۴ افغانانو ستنیدل
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبهد افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په ترڅ کې ویلي دي چې دغه کسان چي د کرونا ویروس د شیوع پروخت د مهاجرتي اسنادو له کبله توقیف شوی وو او په توقیف خانو کې له صحي خطراتو سره مخامخ وو، آزاد شوي او بیرته افغانستان ته استول شوي .
په جده کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ هم د یوه خبر په نشرولو سره ویلي دي چې له عربستان څخه افغانستان ته د دغو کسانو د انتقالولو په موخه لومړنى پرواز، د سه شنبې په ورځ له ماسپښنه وروسته د جدي له هوایي ډګره کابل ته ترسره شو.
د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ د معلوماتو له مخې په پام کې ده چې نن د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د می ۱۳مه) هم یو ځانګړی پرواز له ریاض څخه کابل ته وشي.
په جده کې د افغانستان د نمایندګۍ په وینا، عربستان د بندیانو د وړیا ستنیدو زمینه برابره کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوي اعلامیې له مخې «د دغو افغانانو پاتې برخه، چې مجموعي تعداد یې ۶۰۰ تنه کیږي، د سعودي عربستان د شاهي دولت په مرسته، به د دې اونۍ تر آخره پورې افغانستان ته ولېږدول شي.
په سعودي کې د افغانستان قونسلګرۍ ویلي دي چې په پام کې ده د افغان بندیانو وروستی پرواز د ثور میاشتې په ۲۸ نېټه له جدې څخه کابل ته ترسره شي.
پ.ع.