ښځې او نجونې، د اقلیم د بدلون قربانيانې
د اقليم د بدلون له کبله تر ټولو زيات ښځې او نجونې کړیږي. د يوې څيړنې له مخې د سرچينو کموالی او طبعیې ناورینونه د لا ډير کورنې تاو تريخوالې، په ماشومتوب کې د ودونو، جنسې حملو او د انساني قاچاق لامل شوي دي.
اوږدې لارې خطرناکه دي
د مخ په ډيريدونکي وچکالۍ، قحطۍ او د ځنګلونو د وهلو له امله ځنګلي سيمې کوچنۍ او مخ پر کمیدو دي. تر ټولو زیات له دې څخه په بې وزله اغیزمنو شوو هیوادونو کې ښځې باید پر اوږدو لارو سفرونه وکړي، څو د پخلي له پاره لرګي ومومي. له دې سره پر هغوی د جنسي تیري د مخامخ کیدو خطر زیاتیږي. د طبعيت د ساتلو نړیوال اتحاد په یوه څیړنه کې دې پایلو ته رسیدلی دی.
له طبعي ناورينونو وروسته په کم عمرۍ کې ډير ودونه
د دغه څيړنې ليکوالانو له ۱۰۰۰ څخه ډيرې پيښې څيړلي او ارزولي دي. څیړنو دا په ډاګه کړې ده چې د قحطۍ او سیلابونو وروسته په کم عمرۍ کې د ودونو شمير هم لوړ شوی دی. د خوراکي موادو د کمیدو په ترڅ کې ډيرې کورنۍ کوښښ کوي په کم عمرۍ کي خپلې لوڼه واده کړي، یا د څارویو په بدل کې او یا هم داسې څو یوه لږو کسانو ته خواړه برابر کړي.
د حاصلاتو کموالی
په هغو ځایونو کې چې ښځې په زراعتي کارونو بوختي وي د اقلیمي بحران له کبله يې د حاصلاتو د کمیدو يا هيڅ نه تر لاسه کیدو په صورت کې ټولنيز او کورنی اعتبار يې کميږي. له دې کبله ډير کله ښځې آن په خپلو کورنيو کې د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ کيږې. د کارپوهانو په وینا د ښځو د عايد سرچينو متنوع کول تر ټولو مهمه وسيله ده څو هغوی له تاوتریخوالي وژغوري.
کله چې نارینه نه وي
ډير نارينه خپل هيوادونه د اقليم د بدلون او بې روزګارۍ له کبله پريږدي. هغه ميرمنې چې پاتي کيږې بايد يوازي د اقلیم د بدلون د عواقبو پر وړاندې مقابله وکړي.
د ښځو د مړیني لوړه کچه
د خلکو د رول او اهمیت په اړه کلیشه يې تصورات د دې سبب شوي د طبیعي ناورینونو په ترڅ کې د نارینه وو په پرتله د ښځو د مړینې کچه لوړه ده. دا غالبا د ښځو دنده ده چې په کورونو کې د زړو او ماشومانو پالنه وکړي. په دې ترتیب هغوی په کورونو کې وي او زیاتره مهال د توپانونو او سیلابونو قرباني ګرځي.
د زيربناوو کمښت
له طبعیي ناورينونو وروسته هم تر ټولو زيات نجونې او ښځې زیانمنیږي، د بيلګي په توګه د مهاجرو په کمپونو کې د دوي له پاره خوندي خونې نه وي او حمام يا تشناب ته د لارې په اوږدو کې ډير کله د نارينه و له خوا د جنسي تيري له خطر سره مخامخ وي.
جنسي تیری د...
هغه ښځې چې د چاپيريال ساتني له پاره هلې ځلې کوي، په ځانګړي ډول له خطر سره مخامخ دي. د طبعيت د ساتلو نړیوال اتحاد څيړني ښيې چې دوی د جنسي تیري له پاره په قصدي توګه په نښه کیږې څو په ټولنه کي يې حيثيت زيانمن کړي او د نورو ميرمنو مخه ونيسې.