۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۲, جمعهپه افغانستان کې د کرونا وبا له کبله د ټول هیواد ښوونیز بنسټونه تړل شوي خو په خوست ولایت کې بیا انلاین ښوونځي پیل شوي چې د تلویزیون او رادیو له لارې له اول ټولګي نه تر دولسم ټولګي پورې د ټاکلي مهالویش له مخې مضامین تدریس کوي. چارواکي وايي چې غواړي په دې توګه د قرنطین په موده کې زده کوونکي له زده کړو بې برخې پاتې نه شي.