ځیني دولتی پوهنتونونه بیرته پرانیستل شول
۱۴۰۰ بهمن ۱۳, چهارشنبهد فرانسې خبرې آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې کله د تیر کال اګست میاشتې په نیمایي کې سخت دریځه طالبان واک ته ورسیدل نو د نجونو منځني ښوونځي او ټول دولتي پوهنتونونه وتړل شول. دې کار داسې اندیښنې راټوکولې وې چې ښځې به د طالبانو د تیرې واکمنۍ په څیر يو ځل بیا هم له تعلیمه محرومه کړی شي.
زرلښته حقمل، چې د ننګرهار په پوهنتون کې حقوق لولي د فرانسې خبري آژانس ته يې ویلي دي: «دا زموږ له پاره د خوښۍ ځای دی چې بیرته مو درسونه پیل شول. خو موږ لا هم اندیښنه لرو چې طالبان به دا لړۍ ودروي.»
یاد خبري آژانس د طالبانو له قوله لیکلي دي چې په گرمسیرو ولایتونو لغمان، ننګرهار، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو کې د چهارشنبې له ورځې راهیسې پوهنتونونه پرانیستل شوي دي.
زیاته شوې ده چې د هیواد په کچه به په روانه میاشت کې نور پوهنتونونه هم پرانیستل شي.
د فرانسې خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی چې په لغمان کې یوازې شپږ محصلینې چې بشپړ حجاب یې کړی وو پوهنتون ته ورغلې وې. په داسې حال کې چې د پوهنتون په دروازه کې په درنو وسلو سمبال طالب جنګیالي ولاړ وو.
د پوهنتون د یوه کارکوونکی له قوله ویل شوي دي چې د نارینه وو او نجونو صنفونه به جلا وي، داسې چې نجونې به د سهار له خوا پوهنتون ته راځي او هلکان د ماسپښین له خوا.
د چهارشنبې په ورځ د پوهنتونونو د بیا پرانیستل کیدو خبر یوه اوونۍ وروسته له هغې ورکول کیږي چې د طالبانو پلاوي په ناروې کې د لویدیځو هیوادونو له دیپلوماتانو سره ولیدل. د لویدیځو هیوادونو دیپلوماتانو د بهرنیو مرستو د بیا پیلیدو له پاره د ښځو د حقوقو پر سر ټینګار وکړ.
له افغانستان سره د بهرنیو مرستو دریدو، په دغه هیواد کې چې د څو لسیزو جگړو لا دمخه سخت ځپلي دی، یو بشري کړکیچ رامنځ ته کړی دی.
لا تر اوسه هیڅ کوم هیواد د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پيژندلی. دغه رژیم پر ښځو باندې یو شمیر محدودیتونه وضعه کړي، چې پر نورو سربیره ښځې له حکومتي دندو راګرځوي.
طالبانو ویلي دي چې د مارچ په وروستیو کې به په افغانستان کې د نجونو ښوونځي هم پرانیستل شي.
زموږ له آرشیف څخه: