پوتین: یاغیان له افغانستان څخه مرکزي اسیا ګواښلی شي
۱۳۹۴ مهر ۲۴, جمعهد جمعې په ورځ د پخواني شوروي د غړو هیوادونو په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال پوتین وویل چې د افغانستان وضعیت «کړکیچن کیدو ته نزدې دی». پوتین د مرکزي اسیا هیوادونو پر مشرانو باندې غږ وکړ چې له افغانستان څخه د یاغیانو د یوه احتمالي برید د دفع کولو له پاره چمتو وي.
په وروستیو وختونو کې طالبانو په تیرو ۱۴ کلونو کې د لومړي ځل له پاره د یوه ښار مرکز د څو ورځو له پاره تر خپل کنترول لاندې راوست. کندز چې له مرکزي اسیا سره پوله لري، اوس د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د جګړې په میدان بدل شوی دی.
پوتین همدا راز په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت پر اډو باندې د خپل هیواد هوایي بریدونه وستایل او ادعا یې وکړه چې د دغو بریدونو په پایله کې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې یو شمیر اډې ویجاړې شوې دي او په سوونو تنه جنګیالیو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پوتین په داسې حال کې د افغانستان وضعیت «کړکیچن کیدو ته نزدې» بولي، چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ۲۰۱۶ کال په پای کې به هم په افغانستان کې ۹۸۰۰ سرتیري وساتي او په ۲۰۱۷ کال کې به یې شمیر ۵۵۰۰ ته راکښته کړي.