پوتين ټول عمر ځان قانوني له جزايي تعقيبه خوندي کړ
۱۳۹۹ دی ۳, چهارشنبهدغه نوي مقررات د پخوانيو جمهوررئیسانو د کورنيو له پاره هم صدق کوي. ۶۸ کلن پوتين اول د روان کال په دوبي کي په اساسي قانون کي تر شخړه ايزو تغيراتو وروسته پراخ صلاحيت ترلاسه کړ. هغه کولاي سي اصلآ تر ۲۰۳۶م کال پوري د ولسمشر په توګه پاته سي، خو هغه تر اوسه نه ده څرګنده کړې چي د ۲۰۲۴ کال په انتخاباتو کي به ځان کانديد کړي که څنګه.
د ميدوزا. آی او، په نامه خپلواک پرتال ليکلي چي د روسيې پخواني ولسمشر ديميتري ميدويديف هم له جزايي تعقيب څخه معافيت ترلاسه کړی دی.
جمهوررئيسان تراوسه پوري يوازي هغه وخت له جزايي تعقيب څخه مصوون ول چي د خپلي دندي پرمهال به يې په کوم جرم لاس پوري کاوه. خو اوس دغه قانون د جمهوررئيسانو د هغو ممکنه جرمونو په هکله هم صدق کوي چي د رياست جمهورۍ تر دورې وروسته يې هم ترسره کوي.
په دغو نوو مقرراتو کي راغلي چي پخواني ولسمشران به د ژوند تر پايه د پوليسو او يا هم لويي څارنوالۍ له خوا تر تعقيب لاندي نه راځي او نه به هم بنديان کيږي. همدارنګه اجازه نه سته چي په راتلونکي کي د هغوی کورونه هم تلاشي سي.
د مصؤنيت د ليري کيدو په مقابل کي ډير خنډونه
که څه هم د نوو مقرراتو پر اساس د روسيې له پخوانيو ولسمشرانو څخه دغه مصوونيت اخيستل کيدای سي او هغه هم په دې صورت کي چي هغوی هيواد ته په خيانت او يا نورو سختو جرمونو باندي تورن سي او د هغوی جرم د اساسي قانون د محکمې د يوه قاضي له خوا ثابت سي. خو د روسيې فدرالي شورا (دوما) بايد هغه تائيد او پروسه يې پيل کړي. سربيره پردې قاطع او اخري فيصله د فدرالي شورا په اختيار کي ده. د روسيې قوانين بيا جمهوررئيسانو ته هم په سنا او هم فدرالي شورا کي دايمي چوکي تضمينوي.
د روسيې فدرالي شورا (يا پارلمان) په عين وخت کي يو بل شخړه ايز قانون هم تصويب کړ چي له مخي يې د عدلي او قضايي چارواکو د کارکوونکو او همدارنګه نظامي او امنيتي چارواکو په هکله باوري معلومات ترلاسه کيدای سي. خو دغه قانون بايد پوتين لاسليک کړي.
آيا دا د ناوالنی د قضيې پر وړاندي غبرګون دی؟
د پارلمان له خوا دغه قانون يوه ورځ وروسته له هغه تصويب سو چي د کريملن د منتقد ناوالنی او د روسيې د داخلي استخباراتو د يوه جاسوس ترمنځ تيليفوني اړيکي رسوا سوې چي پکښي په اګست مياشت کي هغه ته د زهرو د ورکولو په هکله جزيات ورکړل سوي ول.
ناوالنی په دغه تيليفوني خبرو کي ځان د ملي امنيت د شورا د مشر د اسيستانت په توګه معرفي کړی وو. تر تيليفوني خبرو وروسته ناوالنی د استخباراتي ادارې د جاسوس د اړيکو نيولو جزيات رسوا کړل. خو دا کار به د نوي قانون تر نافذيدو وروسته غيرقانوني بلل سوی وای.
ناوالنی د روان کال په اګست مياشت کي په روسيه کي د يوه داخلي پرواز پر وخت بې هوښه سو. دوې ورځي وروسته د کوما په حالت کي د برلين پوهنتون کلينيک، شاريتې ته انتقال سو. د آلمان، فرانسې او سويډن لابراتوارونو د هغه په بدن کي کيمياوي ـ زهري مواد پيدا کړل. خو کريملن په دې پيښه کي هر ډول لاسوهنه ردوي.
روسيې په روانه اونۍ کي پس له هغه چي اروپايي ټولني يې پرضد بنديزونه وضع کړل، يو وار بيا ډير اروپايي ډيپلوماتان له هيواده وايستل.