په ۲۰۱۹م کال کې اروپا ته نږدې دوه برابره زيات مهاجر راغلي دي
۱۳۹۸ آذر ۲۶, سهشنبهآلماني ورځپاڼې «دي ویلټ» په خپل یوه رپوټ کې ویلي دي چې سږ کال له جنورۍ څخه تر دسمبر میاشتې پورې ۷۰۰۰۲ تنه مهاجر مختلفو اروپایي هیوادونو ته رسیدلي دي چې دا شمیر د ۲۰۱۸م کال په پرتله نږدې ۴۶ سلنه زیات دی.
نږدې ۶۸۰۰۰ پناه غوښتونکي له آژه بحیرې څخه په تیریدو یونان ته رسیدلي دي کوم چې د مهاجرو په داسې کمپونو کې اوسیږي چې تر گنجایش ډیر خلک پکې ځای پر ځای شوي دي. د رپوټ په حواله په کم شمیر کې مهاجر بلغاریا، ایټالیا او قبرص ته هم رسیدلي دي.
سږ کال اروپا ته د رسیدلو مهاجرو تر ټولو لویه برخه افغان پناه غوښتونکي دي چې په مجموع کې د دغو ټولومهاجرو شاوخوا ۳۰ سلنه برخه تشکيلوي. دا په داسې حال کې ده چې له سوریي څخه یوازې ۱۴ سلنه مهاجر اروپا ته رارسیدلي دي. تر دې وروسته د پاکستان، عراق او ترکیې هیوادونو اتباع دي چې شمیر یي په ترتیب سره ۹،۵سلنه، اته سلنه، او پنځه سلنې ته رسیږي.
یونان ته د نویو مهاجرو د راتګ له امله د مهاجرو پر مختلفو کمپونو فشار زیات شوی دی، ځکه دغه کمپونه لا د پخوا نه ډک دي. په دغو کمپونو کې د درملو، خوړو او جامو کمود رامنځته شوی دی. د یونان حکومت اوس ډير شمیر پناه غوښتونکي د هیواد نورو برخو ته انتقالوي.
د موریا کمپ په یونان کې د مهاجرو تر ټولو لوی کمپ دی. دا کمپ د ۳۰۰۰ مهاجرو له پاره ځای لري، خو اوس په کې نږدې ۱۲۰۰۰ مهاجر له مجبوریته ځای پر ځای شوي دي.
دې نوي پرمختګ له ترکيي سره د اروپايي اتحادیي د هغې موافقتنامې په اړه پوښتنې را ولاړې کړي دي چې په ۲۰۱۶ م کال کې لاسلیک شوې وه. پوښتنه دا ده چې ترکیه تر کومې اندازې دغې موافقې ته ژمنه پاتې شوې ده؟ د دې موافقې د عملي کولو له پاره په مجموع کې ترکیي ته ۶ میلیارده یورو ورکړل شوي دي. خو ترکیه په وار وار له اروپایي اتحادیي شکایت کوي چې پر خپلو ژمنو یي وفا نه ده کړې او د لا زیاتو پيسو غوښتنه کوي.
د اروپایي اتحادیي په محرم رپوټ کې راغلي دي چې د ترکیي ساحلي ګارد د مهاجرو د مخنیوي کوښښ نه دی کړی، بلکې د یونان د خبرداري سربیره یي د مهاجرو کښتۍ د یونان سمندر پر لور استولي دي.
آژانسونه/ ش.ن/ب.ص