په یونان کي دوه افغان مهاجر د بغاوت له امله په حبس محکوم سول
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۶, جمعهدغه دوه تنه ۲۲ کلن او ۲۳ کلن نارینه د پنجشنبې په ورځ په یونان کي د یوې محکمې له خوا د اموالو د تخریب، حملو او له زورزیاتیو ډکو بغاوتونو کي د ګډون له امله مجرم بلل سوي دي. دغه دوه تنه افغان مهاجر د بندیګرت پر سزا سربیره ، د ۱۳۷۵ یورو نقدي جریمې په ورکولو هم محکوم سوي.
د مهاجرو په دغه توقیف خانه کي د ښورښ په نتیجه کي، د رواني اونۍ په پیل کي مجموعاً ۲۶ مهاجر چي ټول افغانان دي، نیول سوي دي ددغه مرکز مسوولینو ویلي دي چي نوموړي مهاجرو د آشپزخاني د وسایلو په مرسته پر پولیسو حمله کړې او اموالو ته یې سخت تاوانونه رسولی دی.
تر اتلس کلن کم نیول سوي مهاجر بیا وروسته په جلا جلا توګه محاکمه کیږي.
د بشري حقونو سازمانونو له خوا پر دوامداره شکایتونو سربیره، یونان د کم سنه مهاجرو نیولو ته ادامه ورکوي. د یونان حکومت ویلي دي چي د اروپایی ټولنو نورو هیوادونو ته د کم سنه مهاجرو د استولو په اړه خپلي هلي ځلي نوري هم شدیدوي.
په اوس وخت کي په دغه توقیف خانه کي چې د ترکیې سرحد ته نژدې پرته ده، شاوخوا ۲۵۰ تنه اوسیږي. دا هغه کسان دي چي تیره میاشت پر دې توانیدلي چي د مځکي له لاري له ترکیې څخه یونان ته ځانونه راورسوي.
زموږ له آرشیف څخه: