په کوم هيواد کي روژه څو ساعته ده؟
په زياتو هيوادونو کي د دوشنبې په ورځ روژه پيلېږي. د نړی په بیلا بیلو هیوادونو کې د روژې د نیولو وختونه سره توپیر کوي. په ځینو کې به خلک حتی تر ۲۱ ساعتو او ۳۵ دقيقو پوري روژه وي. په دغه انځوريز البوم کي وختونه تقريبي دي.
آیس لنډ - ۲۱ ساعته ۳۵ دقيقې
د آیس لنډ د هیواد د مسلمانانو له پاره پیشلمې یا سحر بانگ د شپې په تقريبا پاو بالا دوې بجې ختمیږي. د شمالي قطب دغه اروپایي هیواد کې د روژه ماتې وخت د شپې شا او خوا لس کم ۱۲ بجی دی. په دغه هیواد کې د مسلمانانو شمیر ۷۷۰ تنه دي.
الاسکا - ۲۰ ساعته او ۱۴ دقیقې
د امریکا متحده ایالاتو په الاسکا ایالت کې کابو ۳۰۰۰ مسلمانان اوسیږي. په دغه ځای کې ۲۰ ساعته او ۱۴ دقیقې روژه نیول کیږي. خو ویل کیږي چې په دغه ځای کې میشت ډیر خلک د سعودي عربستان پر وخت روژه مات کوي.
سویډن - ۲۰ ساعته
په اروپایي هیواد سویډن کې هم د روژې ساعتونه ډیره اوږده دي. د گرمۍ په دې موسم کې په دغه ځای کې میشت مسلمانان تقريبا ۲۰ ساعته روژنه نیسي. په دغه هیواد کې تر پنځه لکه زيات مسلمانان اوسیږي. د سویډن په مهمو ښارونو کې ۱۶ مسجدونه شته.
انگلستان - ۱۸ ساعته ۲۰ دقیقي
د بریتانیې مسلمانې ټولنې په ۲۰۱۶م کال کې هم د روژې په میاشت کې د روغتیا په هکله له احتیاط څخه د کار اخیستو سپارښتنه کړې ده. د هغې وجه د ډیرو ساعتونو له پاره د روژې نیول دي چې ۱۸ ساعته او ۲۰ دقیقي کیږي. په ځانگړې توگه دغه مشوره سپین ږیرو او شکر په ناروغۍ اخته کسانو ته ورکړل شوې ده.
آلمان - ۱۸ ساعته
په آلمان کې د اوسیدونکو مسلمانانو شمیر تر ۳۵ لکو زیات دی. په دې هیواد کې د روژې وخت ۱۸ ساعته دی. د سهار له ۳:۴۵ دقیقو څخه د شپې تر نه نيمو بجو پورې. د آلمان په مهمو ښارونو کې ډیر مسجدونه شته. په دې ځای کې میشت مسلمانان هم هره شپه تراویح کوي.
کاناډا ۱۷ ساعته او ۹ دقیقي
په کاناډا کې د اوسیدونکو مسلمانانو له پاره پیشلمی د سهار په تقريبا پاو کم څلور بجو پیلیږي او روژه ۱۷ ساعته او ۹ دقیقي دوام کوي. په کاناډا کې دا مهال شا او خوا یو میلیون مسلمان آباد دي، چې زیاتره برخه یې د ټورنټو په ښار کې اوسیږي.
ترکیه - ۱۶ ساعته او ۵۵ دقیقي
په ترکیه کې د روژې فضا د عربي نړۍ په څیر وي. د ورځې په اوږدو کې چوپتیا وي او ماښام ته د نزدې کیدو پر مهال گڼه گوڼه. په دغه هیواد کې روژه تقريبا ۱۷ ساعته دوام کوي او د روژه مات پر مهال په جوماتونو او رستورانونو کې گڼه گوڼه وي. د روژې په ورځو شپو کې دوکاندارانو خپل دوکانونه ښه سینگار کړي وي.
افغانستان ـ ۱۶ ساعته
د افغانستان په پلازمېنه کابل کي د پېشلمي پای په تقريبا درې بجې سهار دی او روژه مات يا افطار څه بالا د ماښام په اوه بجو دی. په دې توګه سره په دغه هيواد کي به سږ کال روژه تقريبا ۱۶ ساعته وي.
سعودي عربستان - ۱۵ ساعته
د سعودي عربستان په مکه ښار کي سږ کال تر تقريبا پاو بالا ۴ بجو پوري پېشلمی کيږي. روژه مات يا افطار تقريبا د ماښام په ۷ بجو دی. په دې توګه د مسلمانانو له پاره په تر ټولو مقدسه دغه ښار کي سږ کال روژه تقريبا ۱۵ ساعته ده.
ارجنتاين ـ ۱۱ ساعته ۲۴ دقيقې
د ارجنتاين په هيواد کي اوسېدونکي مسلمانان به ښايي د نړۍ د نورو ټولو مسلمانانو په پرتله تر تولو لنډه روژه ولروي. په دغه هيواد کي پېشلمی د سهار په تقريبا شپږ نيمي بجې پای ته رسيږي او د افطار يا روژه مات وخت لس کم شپږ بجې د ماښا دی. په دې توګه نو په دغه هيواد کي به سږ کال روژه تقريبا ۱۱ ساعته او ۲۴ دقيقې وي.