کندهار: د شپې فوټبال په زرهاوو نندارچیان لري
۱۳۹۲ مرداد ۷, دوشنبهاحمد شاهي لوبغالی د جنراتونو په بریښنا روښانه سوی دی. نندارچیان د لوبو د لیدو پر مهال په لوړ آواز د خپلې خوښې لوبغاړو نومونه اخلي او هغوی تشویقوي. لوبغالي ته ډیر شمیر راغلي کسان ځوانان دي.
خالد یو له هغو کسانو څخه دی چې فوټبال د لوبو د لیدو له پاره هره شپه احمد شاهي لوبغالي ته راځي. خالد توپ ته ډیر ځیر وي او کله چې توپ گول ته نزدي سي نو په لوړ آزواز لوبغاړي گول وهلو ته تشویقوي.
خالد وايي چې ډیر شمیر کسان له لیرو پرتو سیمو څخه د فوټبال د دغه تورنمنت د لیدو له پاره کندهار ته راغلي دي. هغه یوه بل ځوان ته چې ورته نزدې ناست دی او ښايي له خالد سره په همدې لوبغالي کې اشنا سوی وي اشاره کوي او وايي: «دغه ځوان له دامان ولسوالۍ څخه دلته راغلى دى. د ټول ځوانان له بیلابیلو سیمو څخه دلته راغلي دي.»
خالد او ملگري یې د «میوند اتلانو» د لوبډلې پلویان دي. هغوی خو پر یوه کاغذ باندې د دغې لوبډلې نوم هم لیکلی دی او په لوړ آواز د هغه د لوبغاړو نومونه اخلي.
مصطفى ژوبل د همدې لوبډلي يو پېژندل سوى لوبغاړی دى. هغه وایي چې که څه هم روژه ده خو دا چې تورنمنت د شپې له خوا په لاره اچول کیږي، لوبغاړي خپلو تمریناتو ته په عادي ډول دوام ورکوي.
د کندهار ولایت د روژي میاشتې په تورنمنت کې د کندهار ښار او نزدې ولسواليو د فوټبال ٩٠ لوبډلي ګډون لري. لوبې هره شپه لس بجې پيليږي او بیا تر ناوخته پورې دوام لري. دغه تورنمنت به د کوچني اختر تر شپې پورې دوام وکړي.
خصوصي تشبث
په کندهار کې د روژې په میاشت کې د فوټبال تورنمنت د يوه تن خصوصي ټېکه دارله خوا په لاره اچول سوی دی. دغه ټېکه دار له هرې لوبډلې څخه د یوې لوبې په بدل کې ۱۵۰۰ افغانۍ او له هر نندارچي څخه ۲۰ افغانۍ اخلي. د دغو پیسو په بدل کې بیا ټینکه دار د احمدشاهي لوبغالي له پاره بریښنا برابره وي او پر هغه سربیره د لوبغالي پاکي او صفايي ته پام کوي.
مصطفى ژوبل د دغه تورنمنت له پیلیدو ډیر خوښ دی، خو هیله څرگندوي چې یو وخت د کندهار ولایت د سپورت امریت هم دې ته ورته تورنمتونه په لاره واچوي. هغه وایي: «کاشکې د [سپورت د] امريت له خوا هم داسې تورنمنتونه جوړ شي او زموږ له پاره تکړه روزونکي له مرکز او ان له نورو هيوادونو څخه راوغوښتل شي.»