1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

په کال کې د ۱،۵ میليون کسانو مړينه د هوا ککړتيا سره تړاو لري

شبنم الکوزۍ | فرانس پریس، اي اف اي
۱۴۰۳ آذر ۸, پنجشنبه

یوه نوې څیړنه د زړه او تنفسي ناروغۍ، له هغو ککړتیاو سره تړلې بولي، چې په ځنګلونو کې د اورلګیدني او کرهنیزو پاتې شونو د سوځولو له امله رامنیځته کیږي.

https://p.dw.com/p/4nWVv
د هوا د ککړتیا له امله د ټولو ۱،۵۳ملیون مړینې ۹۰ سلنه څخه ډیر په ټیټ او متوسط ​​​​عاید لرونکو هیوادونو کې پیښ شوي
د هوا د ککړتیا له امله د ټولو ۱،۵۳ملیون مړینې ۹۰ سلنه څخه ډیر په ټیټ او متوسط ​​​​عاید لرونکو هیوادونو کې پیښ شويانځور: Anushree Fadnavis/REUTERS

د یوې نوې څیړنې موندني ښیې چې، د زړه او تنفسي ناروغۍ په هغو ککړتیاو پوري اړه لري چې په ځنګلونو کې اور لګیدني او د کرهنیزو پاتې شونو د سوځولو له لاري رامینځته کیږي. هند، چین، نایجیریا او اندونیزیا هغه هیوادنو دي چې تر ټولو ډیر زیانمن شوي دي.

د «لانسټ» روغتیایې په مجله کې د پنجشنبې په ورځ په خپاره شوي يوه راپور کې ويل شوي چې د ځنګونو سوځول په کال کې په ټوله نړۍ کې د ۱،۵ ميليونه څخه د زياتو مړينو سره تړاو لري.

چین، د کانګو د ډیموکراټیک جمهوریت، هند، اندونیزیا او نایجیریا هغه هیوادونه دي چې د اورونو له امله رامنځته شوې د هوا ککړتیا تر ټولو زیات تلفات یې لرلي دی.

د دې راپور پراساس، اټکل کېږي چې په راتلونکو کلونو کې به د دې ډول مرګونو شمېر لا پسې زیات شي، ځکه چې د اقلیمي بدلونونو له امله د ځنګلونو د اور اخیستو پیښې به نورې هم زیاتي شي.

د اورلګیدني پیښې د قلبي اوتنفسي ستونزو سره تړاو لري

د ۲۰۰۰ څخه تر  ۲۰۱۹م کال پورې د یوې اروزنې ترڅ کې، څیړونکو وموندله چې۴۵۰،۰۰۰ کلنۍ مړینې د زړه د ستونزو له امله رامینځته شوي چې د هوا په ککړتیا پورې تړاو لري.

همدا راز څه د پاسه ۲۲۰ زره کسانو بیا د تنفسي ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی، او لامل یې هم په هوا کې د اورلګېدنې په نتيجه کې رامنځته شوي  ذرات او لوګي یاد شوي دي.

د دې څیړنې له مخې د هوا د ککړتیا له امله د ټولو ۱،۵۳ملیون مړینې ۹۰ سلنه څخه ډیر په ټیټ او متوسط ​​​​عاید لرونکو هیوادونو کې پیښ شوي چې نږدې ۴۰ سلنه یې د افريقا د جنوب په صحرا کې ثبت شوي.

بیړني اقدام ته اړتیا ده

د دې څیړنې لیکوالانو د ککړتیا پورې اړوند مړینې سره د مبارزې لپاره د «عاجل اقدام» غوښتنه وکړه او پر »اقلیم بې عدالتۍ« باندې یې ټینګار وکړ چې بې وزلو هیوادونو تجربه کړې ده.

تېره اوونۍ، شتمنو هیوادونو د اقلیم د بدلونونو په اړه د ملګرو ملتونو په کنفرانس (کاپ ۲۹) کې موافقه وکړه چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به هر کال ۳۰۰ میلیارده ډالر د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره مالي مرسته چمتو کړي، چې دا اندازه د پرمختللو هیوادونو له توقعاتو څخه ډيره کمه وه.

همدارنګه د نومبر په میاشت کې، د آلمان د بون پوهنتون او د برازیل د میناس ګیریس فدرالي پوهنتون څیړنې ښودلې چې د آمازون د ځنګلونو د تحریب مخنیوي هڅې د روغتیا له پاره غوره پایلې رامینځته کوي.

د اورونو او دود بحران

د روانې میاشتې په پیل کې، د جنوبي آسیا هېوادونه د زهري لوګي د ککړتیا شاهد وو، چې له امله یې د هند په پلازمینه نوي ډیلي او شاوخوا سیمو کې الوتنې وځنډيدې او ښوونځي وتړل شول.

چارواکي د ککړتیا لامل په کروندو کې د کرنیزو پاتې شونو سوځول، د موټرو لوګي او د صنعتي فعالیتونو اړوند ککړتیا په ګوټه کوي.

تېره اوونۍ، د اکوادور حکومت د ځنګلونو د اورونو له امله د ۶۰ ورځو ملي اضطراري حالت اعلان کړ.

مقاماتو وویل چې دغه هیواد د ۱۳ فعالو اورونو او شدیدې وچکالۍ سره مبارزه کوي.

په نیروبي کې د پاکې هوا له پاره مبارزه

 

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai