په کابل کې د ترکيې افغان محلي کارکوونکو مظاهره
۱۴۰۰ دی ۱, چهارشنبهپه کابل کې د ترکيې افغان محلي کارکوونکو مظاهره د کابل په هوايي ډګر کې د ترکيې شاوخوا ۳۰ افغان محلي کارکوونکو پر انقرې تور ولګاوه چې دوی ېې پر ميدان پریښودلي دي.
د فرانسې خبري آژانس په حواله، په دغو افغانانو کې ډېر ېې په اګست مياشت کې قدرت ته د طالبانو تر رسیدلو مخکې، د کابل په پوځي هوايي ډګر کې د ژباړونکو او تخنیکرانو په حیث کار کړی دی. ترکيې په افغانستان کې د ناټو سازمان په ماموریت کې فعالیت درولود.
د ترکيې سفارت مخې ته راټولو شوو مظاهره کونکو ويل: «موږ عدالت غواړو.»
د اسدالله رحماني په نوم د مظاهرې يو ګډونوال د تاسف په ښکاره کولو سره وويل: «موږ پر میدان پريښودل شوي یو.» هغه زیاته کړه چې له ترکانو سره يې نژدې دوې لسیزې د ژباړونکي په حیث کار کړی دی.
یوه بل ژباړونکي محمود همراز وويل: «موږ د خپل ژوند له تر ټولو سختو ورځو سره مخ يوو.»
همراز زیاته کړه: «د سفارت له خوا هيڅوک را نه غلل چې زموږ غږ واوري، دوی حتی زموږ سره خبرې هم ونه کړې. دا واقعاً ډېر د ناهيلۍ ځای دی.»
که څه هم طالبانو ولسي لاريونونه بند کړي، خو دغه افغانان پریښودل شوي چې خپله مظاهره له خنډ پرته وکړي. په کابل کې د ترکيې سفارت په دې اړه له نظر ورکولو څخه ډډه کړې ده.
په اګست میاشت کې کله چې طالبانو کابل تصرف کړ، د کابل له هوايي ډګر څخه شاوخوا ۱۲۰ زره افغانان د تخلیې په پروګرام کې بهر ته وښکل شول. له افغانستان څخه وروستي امریکايي عسکر د اګست مياشتي پر ۳۱ مه ووتل.
مظاهره کوونکو ويل چې له هغه وخت راهیسې د دوی معاشات نه دي ورکړل شوي، با وجود د دې چې قراردادونه يې د دسامبر تر ۳۱مې پورې اعتبار لري.