په چین کی د کرونا له امله مکتبونه تړل کیږي
۱۴۰۱ آذر ۱, سهشنبهد چین په پلازمینه پیکنگ کي د شنبې په ورځ له کرونا سره په تړاو د مړیني دوهمه پیښه هم تأیید سوه چي په دې ډول د می د میاشتي له پای راهیسي دا په چین کي د مړیني لومړنۍ پیښي دي.
د چین ولسي جمهوریت په اوس وخت کي د کرونا د ناروغۍ له ډیرو پیښو سره په مبارزه کي دی، د مرکزي هینان ولايت له شینگشو څخه نیولې بیا ددغه هیواد په جنوب لویدیځ کی د شونگکیگ سیمي پوري. د یکشنبې په ورځ د کرونا ۲۶ زره ۸۲۴ نوي پیښي ثبت سوي چی دا رقم د اپریل د میاشتي د ورځنیو پیښو سره نیژدیوالی ښیی.
د گوانگ شو ۱۹ میلیوني گڼ میشته ښار کي د کرونا د ترټولو زیاتو پیښو سره مقابله روانه ده. چارواکو د بایون په پُرنفوسه ناحیه کی پنځه ورځنی بندیز لگولی دی. رستورانونه، نایټ کلبونه او تیاترونه تړل سوي دي. د کرونا تازه څپې دغه هېواد مجبور کړی دی د »صفر- کرونا - سیاست« کلک تدابير بيرته علمي کړي.
د څو میلیوني ښار شي جي ژوانگ په شمول ډیریو ښارونو په تیرو اونیو کي د کرونا له پاره معمولي تسټونه له منځه یوړل، خو د یکشنبې په ماښام یې له اتو ناحیو څخه په شپږو کې د پنځو ورځو له پاره د کرونا د ډله ایزو ټيستونو د بيرته عملي کولو اعلان وکړ.
ډیری پلټونکي په دې نظر دي چي د بندیزونو راکمول باید په مارچ او یا اپریل کی رامنځته سي. د کرونا په هکله نوو اندیښنو د دوشنبه په ورځ په آسیا کی د اسعارو بازار هم تر منفي اغیزی لاندی راوستی.
په چین کې د لوړ پوړو پیرودونکو لخوا د تقاضا کمیدل هم د خامو موادو بیې ټیټې کړې. د اکسفورډ د اقتصاد د څیړنیزي خوني په حواله د کرونا د ایپیدیمي او سیاسي لحاظه فکر نه کوو چی دغه هیواد دې پرانیستلو ته اماده سي.
GP/BS/AG