په تیرو ورځو کې تر ۱۳۵۰ زیات پناه غوښتونکي یونان ته رسیدلي
۱۳۹۸ آبان ۲۸, سهشنبهد فرانسې د خبري آژانس د رپوټ له مخې نور ۷۳۰ کسان پر دې توانیدلي چې په خپله ځانونه د یونان ټاپوګانو ته ورسوي. د یونان پیرئاس بندر ته د دوشنبې په ورځ ۱۷۹ پناه غوښتونکي وررسیدلي چې هلته بیا وروسته سرپناو ته لیږل شوي دي.
دا چې د یونان په ټاپوګانو کې تر حده زیات د مهاجرو شمیر راکم کړی شي، د یونان حکومت اعلان کړی وو چې د اکتوبر له میاشتې څخه به د دسمبر میاشتې تر پای پورې ۲۰۰۰۰ کسان د دغه هیواد نورو سیمو ته انتقال کړی شي.
اوسمهال د یونان په ټاپوګانو کې تر ۳۲۰۰۰ زیات پناه غوښتونکي په ناوړه شرایطو کې خپل راجستر کیدو ته انتظار باسي. د بې سرحده ډاکټرانو د سازمان په وینا د شنبې په ورځ د موریا د مهاجرو په کمپ کې یو نهه میاشتنی ماشوم د بدن د اوبو د کمیدو له کبله مړ شوی دی.
د یونان له ټاپوګانو څخه وچې ته د مهاجرو د انتقالولو موضوع د ځایي اوسیدونکو له مخالفت سره مخامخ شوې ده. ډیر شمیر ښارونو او کلیو د کډوالۍ پر ضد مظاهرې هم کړي دي.
زموږ له آرشیف څخه: