په هند کې يوې سپۍ د يوې نوي زېږېدلي ماشومي پالنه کړې
۱۴۰۰ دی ۳, جمعههندي رسنیو د دغه هيواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی دی چې د سيمې اوسيدونکو د ماشومې د چيغو تر اوريدو وروسته، هغه تر يوې سړې شپې وروسته د يوې لنګې سپۍ سره موندلې ده. دغه ماشومه د کوتریانو ترمنځ پرته وه. د روغتيایي چارواکو په حواله د دغي ماشومې طبي معاينات ترسره شوي او روغتيایي وضعيت یې ښه دی.
ويل شوي دي چې دغه ماشومه چې نو (ناف) یې لا نه وو پرې شوې، د چتيسګړ ایالت په يوه فارم کې په داسې حال کې چې لباس ور اغوستل شوی وو، پريښوول شوې وه. پوليس اوس د دغي ماشومې د کورنۍ په لټه کې دي.
په هندوستان کې ډېرې داسې پېښې رامنځته کیږي چې والدين خپلې نوې زيږيدلې لوڼې پريږدي. دليل یې دادی چې زوی معمولاً له مور او پلار سره پاتيږي او په زړښت کې د هغوی مراقبت کوي، خو نجونو ته زياتره وخت د يوه مالي بوج په سترګه کتل کیږي ځکه چې په هند کې د واده پر وخت زياتره کورنۍ بايد خپلو لوڼو ته جهیز ورکړي.
هند: د يوې دوه کلنې ماشومې قتل سخت غبرگونونه پارولي
پر دې سربیره نجونې تر واده وروسته معمولاً د والدينو له کوره وځي او د خپل خاوند کور ته ځي.
ب. ص/ ن. ز (dpa)