په هند کي هندوانو پر کليسا حمله کړې ده
۱۴۰۰ مهر ۱۲, دوشنبهد فرانسې خبري آژانس د دوشنبې په ورځ وويل چې دغه پيښه د هندوستان په اتراکند ایالت کې رامنځ ته شوې ده. هندوستان چې رسما يو سيکولر هیواد دی، دغه پيښه پکې د مسیحيت ضد تاوتريخوالي وروستۍ پيښه ښودل شوې ده.
د کلیسا له لورې په شوي يو شکایت کې ادعا شوې چې دغه حمله د یوې تندلارې هندو ډلې د غړو له خوا ترسره شوې چې لږ تر لږه ۵ کسان پکې ټپيان شوي دي.
زیاته شوې چې قهرجنو حمله کوونکو په داسې حال کې چې د هندو خدای، رام، نعرې يې وهلې، د کلیسا فرنيچر، انځورونه او د موزيک برخه يې ويجاړه کړې ده.
په سیمه کې د پولیسو يو افسر وېويک کمار د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «موږ له تیرې شپې راهیسې د اوباشانو د رهبر د نيولو په موخه عملیات پيل کړي دي. د ۱۵۰ تر ۲۰۰ پورې کسانو په اړه چې په دې پيښه کې دخيل ول، تحيقيقات ادامه لري.»
د هندوستان په شمالي ښار روړکي کې د کلیسا یوې مسئولې، پريو سادهنا پورتر، ويلي دي چې هغه کولای شي اکثره حمله کوونکي چې د تندلارې هندو ډلې، بجرنګ دال، غړي دي او د هغو د يو ډول جامو څخه وپيژني.
هغې ټایمز آف اينديا ورځپاڼې ته وويل: «موږ د دوی پر وړاندې د سختو اقداماتو غوښتونکي يوو.»
په هندوستان کې د روان کال له پیل راهیسې پر کلیساو باندې د مسيحيت ضد ورته حملې ترسره شوي دي. تر ډيره دغه حملې په چتيسګر او ماديا پردیش ايالاتونو کې ترسره شوي دي.