په هرات کي د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون ـ انځوريز راپور
د «روښانه سبا» تر عنوان لاندي په هرات کي د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو. په دغه نندارتون کي د مېرمنو پر اقتصادي پياوړتيا او پر ځان بساينه ټينګار وشو.
دا نندارتون چې موخه یې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا، پر ځان بساینه او د ټولنیزي هوسایني پیل بلل کیږې د ۲۰۲۰ کال د دسامبر په ۱۲مه نېټه د هرات والي سید وحید زاهد قتالي او په دې ولایت کي د لسګونه سوداګرو میرمنو په شتون کي پرانستل شو.
د ا په هرات ولایت کي هغه نندارتون دی چي د ولایت مقام ترڅنګ د دې ولایت د ښځو چارو ریاست او په هرات کي د سوداګرو ښځو د خونې او(DRC) مؤسسې په ملاتړ جوړ شوې چي د درو ورځو لپاره پکې د ښځو پر مټ بیلابیل چمتو شوې توکي پکې نندارې ته وړاندي شوې.
مسؤولین وايي د نندارتون د جوړیدو څخه موخه یې دا ده چي څرنګه د ښځو د لاسي صنایعو د پرمختګ زمینه برابره شي، په دې ولایت کي د ښځو په زیار او زحمت چمتو شوې توکي و پلورل شي او د دې ترڅنګ لاسي صنایع لیدونکو ته ور معرفي شي.
د هرات والي سید وحید زاهد قتالي د دغه نندارتون د پرانستو د هر کلي ترڅنګ له ښاریانو وغوښتل، چې د میرمنو پر مټ د چمتو شویو محصولاتو څخه په ورځني ژوند کي ګټه واخلي ترڅو د یوې خوا دا لاسي صنایع و پلورل شي د بلې خوا د خلګو ملاتړ د دې لامل شي چي افغان میرمني په خپل سوداګریز کاروبار کي اقتصادي ودې وکړي.
حنیفه هغه میرمن ده چي د ماشومانو لپاره یې ژمني لاسکښي او د ښځو لپاره ېې شالونه جوړ کړي. هغه وايي، په فابریکه کي یې ورسره یوشمیر نوري ښځي هم کار کوي چې تر ډیره بریده د خپلو کورنیو ډوډۍ پیداکونکي دي نو دا چي دارنګه نندارتون جوړ شې دوی کولای شي خپل یوه اندازه چمتو کړي محصولات وپلوري.
د هرات د ښځو چارو رئیسه انیسه سروري وايي، کوښښ کوي چې دا رنګه لا ډیر نندارتونونه جوړ کړي چي سوداګري ښځي وکړاې شي لاسته راغلې توکي یې پکې وپلوري. اغلې سروري پر نړیوالو بنسټونو او حکومت غږ کوي چي د ښځو د سوداګرۍ د لا پراختیا لپاره لازمې آسانتیاوي رامنځ ته کړي.
په دې نندارتون کي په څه باندې ۲۰ غرفو کي د میرمنو پر مټ جوړ شوې لاسي توکي نندارې ته وړاندې شوې او د مسؤولینو په خبره دا نندارتون به د درو ورځو لپاره د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.