1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي خلک د سوالگرو څخه شکايت کوي

۱۳۸۹ آبان ۱۷, دوشنبه

د هرات د چارواکو په خبره هره ورځ پر واټونو باندي په زرګونه سوالګر گرځي چي خلکو ته يې ډيري ټولنيزي ستونزي جوړيکړي.

https://p.dw.com/p/Q1S7
انځور: AP

د هرات نوي ښار له ګلانو چوک څخه بيا ترملک دروازې او بيا ترعيدګاه پوري د واټ پر غاړه بې لاناغه د ورځي په سلګونه سوالګر تر سترګو کيږي چي څوک يې د سړي پښې نيسي، چا تنکي ماشومان په سوځنده ګرمۍ کي لڅ لپړ پر درې ګزي باندي پرېيستلي وي او ځيني يي هم د ترانو په ويلو له سړي خيرات غواړي.

په سوالګروکي د هرعمر خاوندان سته. خو کم عمره ماشومان د نورو په پرتله ډيړه توجه جلبوي. ۷کلن غلام ر باني د هرات ښارعيدګاه واټ کي د يوه ۶۰کلن سړي ترڅنګ ناست او زاړه کالي يې د بېوزلی ټول حال بيانوي د يوې ګولې ډوډۍ غوښتنه کوي.

د هرات د چارواکو په خبره په هغه ښار کي شاوخوا ۶۰۰۰ سوالګر سته، چي په خبره يې عوامل يې بيروزگاري، د کورنيو جگړو له وجهي کډوالي او اعتياد دی.

داچي ولي تر اوسه پوري د افغان ولسمشر حامد کرزی هغه فرمان چي د مخه يې د ښارڅخه د سوالګرو د ټولښت په اړه صادر کړی و ولي نه دی عملي سوی په هرات کي د سرې مياشتي رئيس نورالدين احمدي وايي:

« د موضوع د عملي ګام لپاره يو کمېسيون تشکيل سوځيني لومړني تدابيرونيول سول خو د وړ بودجې د نشتوالي له کبله يې ستونزه لا پر ځای پاته ده.»

خو د سوالگرو په اړه خلک بيلا بيل نظرونه لري. د هرات ولايت يو تن اوسېدونکی نيازي وايي چي « د کلي يو سړی پيژني چي موټر، کوراو ښه دنيا لري. مګرڅوپلا يې په ښارکي پر سوالګرۍ ليدلی.»

په هرحال سوال او سوالګري يوازي د هرات يا ټول افغانستان ستونزه نده، بلکي د نړي په کچه دود سوې. خو داچي د سوالګرو سره د شتمنو يا نورو ښاريانو سلوک بايد څه ډول وي يو ديني عالم مولوي عبدالعلي وايي:

« د ټولني نوروګړي که سوالګر ته څه نه ورکوي، نو داهم نه ښايي چي تاوان ور ورسوي، ځکه چي د خدای په بېوزله کسانوخواه بدوي»

دا په داسي حال کي چي څه وخت د مخه په کابل کي هم ددې ټول ستونزو څخه چي په ښار کي سړی د سوالگرو د لاسه تيرېدای نسي شکايت کاوه.

په کابل کي چي د ډيری بهرنيو موسسو دفترونه هلته دي او کارکونکي يې اکثره وخت په نوي ښار کي سودا کوي په ډلو ډلو سوالگر گرځي او پر سړکانو يا درې گزيانو باندي يې خپل ماشومان سوال کولو دپاره پرېيستلي وي.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل