په نړۍ کې د څښاک د پاکو اوبو غوښتنه پر ډېرېدو ده
پاکو اوبو ته آسانه لاس رسۍ د ژوند له پاره ډیر اهمیت لري، خو ډير انسانان ځني بې برخې دي. هر کال په اګست میاشت کې د ټولې نړۍ د اوبو د برخې کارپوهان د یوې اوونۍ له پاره په ستاکهولم کې سره راټولیږي.
اوبه خو ډيرې دي خو د څښاک دا لږ دي
د انسان بقا په اوبو پوري تړلې ده. د ځمکې۷۰ سلنه برخه که څه هم چې اوبو نیولې خو دا په دې معنا نه ده چې د څښاک پاکې اوبه هم ډيري دي. په اصل کې د ځمکې د ۱،۴ ميلیارده معکب کیلومتره اوبو څخه یوازې ۲،۵ سلنه پاکې او څښلو وړ دي. د ټولې نړۍ د پاکو اوبو د ذخیرو یوازې ۰،۳ سلنه داسې دي چې د سیندونو له لارې ورته نسبتاً په آسانۍ لاس رسۍ امکان لري.
له۱۹۵۰م کال راهيسي د اوبه اړتیا کابو ۴۰ سلنه لوړه شوې ده. د نفوس له ډېرښت سره به دغه اړتیا نوره هم لوړه شي. د اوبو تر حده زیات کارولو او ککړولو له کبله د پاکو اوبو زیرمې مخ پر خلاصیدو دي. د استوا کرښې جنوب لوري ته پراته هیوادونه ډیر اغیزمن دي.
د برازیل په څير هیوادونو کې هم، چیرته چې د امازون نړۍ د خوږو اوبو تر ټولو ستر سیند بهیږي، د څښاک اوبو کمې دي. د امازون ځنګلونه وهل کیږي چې له امله یې د جنوبي امریکا د لویې وچې موسمونه هم بدلیږي او له دې ځنګله پرته د هیواد په نورو برخو کې اورښتونه کم شوی دي.
د پيړۍ تر ټولو ناوړه وچکالي
په ۱۹۱۵م کال کې د کم باران له امله برازیل د تیرو اتیا کالو تر ټولو سترې وچکالۍ سره مخ شو. په ټول اوړي کې یو څاڅکې باران هم ونه شو. د خوږو اوبو ستري زیرمې تشې شوې. د ساو پاولو ښار اوسیدونکو ته به په ورځو ورځو اوبه نه ورکول کیدلې. خو برعکس بیا د میوو لویو فارمونو ته د اوبه رسولو کار جاري وساتل شو.
ډيرو اوبو ته اړتیا لرونکي بوټي
حتې په اروپا کې هم د هغو بوټو کرل ستونزمن دی چې ډيرو اوبو ته اړتیا لري. په ځانګړي توګه هسپانیا اغیزمنه ده، چیرته چې د اروپا د لویې برخې له پاره میوې او سبزیجات کرل کیږي. دلته د اوبو د اړتیا پوره کولو له پاره په غیر قانوني توګه کویان کیندل کیږي چې دا بیا یا خو وچیږي او یا مالګین کیږي.
د غوايي د یو کیلو غوښې له پاره ۱۵ زره ۴ سوه لیتره اوبه پکار وي. دغه اوبو د غواو د خوړو پر کرونده مصرفیږي. د چین په څير هیوادونو کې د ژوند د معیار د لوړیدو سره به هم د غوښې استعمال زیات شي او دا به په راتلونکو کلونو کې د اوبو اړتیا نوره هم زیاته کړي.
چین اوس هم د اوبو ستونزه لري
د چین په ځینو شمالي سیمو کې د سړي سر اوبو مقدار د منځنې ختيڅ تر هیوادونو هم کم دی. دغلته د سویل څخه د پاکو اوبو د رسولو کانالونه غځول شوي. ویل کیږي چې په چین کې ۸۰ سلنه اوبه ککړي دي.
د اقلیم بدلون د اوبو د کمښت لامل کیږي
په راتلونکي کې به هم د اوبو د کمښت ستونزي کمې نه شي. د جرمني د پوستدم د اقلیم په اړه د څیړونو انستیتوت اټکل کوي چې د اقلیم بدلون به ۴۰ سلنه نور انسانان د اوبو د نه شتون له ستونزې سره مخامخ کړي. په ځانګړي توګه به د چین او امریکا په جنوبي سیمو، په منځني ختیځ او د مدیترانې سمندرګي په شا او خوا پرتو سیمو کې د اوبو کمښت یوه لویه ستونزه وي.