په نړۍ کي د وسلو تجارت - په تيره بيا روسيه کي ـ مخ پر وده دی
۱۴۰۳ آذر ۱۲, دوشنبهپه سويډن کي د سولي د څېړني انستيتيوت (SIPRI) په خپل وروستي رپوټ کي ويلي دي چي په ۲۰۲۳م کال کي په نړۍ کي د وسلو د ۱۰۰ سترو تولیدوونکو شرکتونو عاید مجموعاً ۶۳۲ میلیارده امریکايي ډالره ښودل سوی دی، چي دا د ۲۰۲۲م کال په پرتله ۴،۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
د نوموړي رپوټ یوه لیکونکي شیاو لینګ، له دویچه ویلي سره په مرکه کي څرگنده کړه: «په ۲۰۲۳م کال کي تر ټولو مهم پرمختګ دا و چي په تیره بیا اروپايي او د امریکا متحده ایالاتو شرکتونه بلاخره په دې وتوانیدل چې د اوکراین د جګړې له امله مخ پر زیاتیدونکي تقاضا، په حقیقت کې د عایداتو په زیاتوالي واړوي. په ۲۰۲۲م کال کي موږ ولیدل چې ډېرو شرکتونو لا هم د کرونا وبا له امله په اکمالاتي ځنځیرونو کي رامنځته سوو میراثي ستونزو سره مبارزه کوله او د تولید په زیاتوالي کي یې ستونزې درلودې.»
روسیه: د پوځي لگښتونو زیاتوالی، لږشفافیت
په ۲۰۲۳م کال کي تر ټولو ستر زياتوالی د روسیې دفاعي شرکتونو ثبت کړی دی. د سیپري د څېړنو له مخې د هغوی عاید ۴۰ سلنه لوړ سوی دی.
وروسته له هغه چې پر اوکراین چټکه بریا چي تمه يې کیده رامنځته نه سوه، د دولتي فرمايشاتو سره سم توليدات زيات سول. په رپوټ کي راغلي دي چي توغندي ، جنگي الوتکي او ډرونونه ځیني وختونه په څو شیفته کاري سیستم کي تولید سول، ترڅو په جبهه کي د پام وړ مادي زیانونه جبران کړي.
د نړۍ د سترو ۱۰۰ دفاعي شرکتونو په منځ کي یوازینی اوکرایني شرکت د JSC په نوم د اوکراین دفاعي صنعت دی چي خپل عواید یې ۶۹ سلنه زیات کړي دي.
آلماني تولیدوونکي د ودې په حال کي دي
د اوکراین جگړې (له روسیې پرته) د اروپا د وسلو پر توليدونکو شرکتونو بېلابېلې اغیزې لرلي دي. ځینو هیوادونو لکه فرانسې او ایټاليا، په ښکاره ډول د خپلو عایداتو کمښت ثبت کړی دی. خو د آلماني شرکتونو عاید بیا برعکس ۷،۵ سلنه لوړ سوی دی.
په مجموعي ډول ۴ آلماني شرکتونه د نړۍ د وسلو په سلو سترو شرکتونو کي شاملیږي: راین میټال، تیسین کروپ، هیسولت او ډیهل. راین میټال، د یوه ستر آلماني شرکت په توگه په دغه نوملړ کي ۲۶ ځای لري او وې کولای سول خپل عایدات ۶ سلنې ته لوړ کړي. نوموړی شرکت د نورو ترڅنگ ۱۵۵ مليمتري د توپ ګولۍ، اتوماتیک هویتزر او زغره وال وسایط تولیدوي - هغه وسلې چې په اوکراین کې د جګړې له امله ورته تقاضا ډېره ده.
اروپا له کمزورې ودې سره
د انفرادي کمپنيو پر ودې سربیره، اروپا په مجموع کي د نړۍ هغه سیمه وه چې د دفاعي سکتور په برخه کې یې تر ټولو ټیټه وده لرله - یعنی د ۲۰۲۲م کال په پرتله یوازې صفر اعشاریه ۲ سلنه زیاتوالی. دا هم د ټیټ تولید په ظرفیت او نسبتاً ټیټې دفاعي بودیجې پوري اړه درلوده.
د نړۍ د ۱۰۰ سترو دفاعي شرکتونو ليست اوس هم د سترو امریکايي شرکتونو، لاکهید مارتین او RTX چي پخوا Raytheon نومیده رهبري کیږي. هغوی دواړه په ۲۰۲۳م کال کي په عایداتو کي د لږ کمښت شاهدان ول.
د سیپري په حواله دا د ځانګړو اجزاوو یا اومو موادو له محدود موجودیت سره تړاو لري چې په هوانوردۍ او توغندیو په جوړولو کې ضروري دي. په دې کار کي تقاضا ستونزه نه ده، بلکي د اکمالاتو لړۍ. په عموي ډول، کوچنيو تولیدکونکو وکولای سول په ۲۰۲۳م کال کې د لویو شرکتونو په پرتله خپل تولید په چټکۍ سره لوړ کړي.
په ختیځه آسیا کي د وضعيت بدلون
په آسیا کې بیا، په ځانګړې توګه د سویلي کوریا او جاپان دفاعي شرکتونه په دې توانیدلي چې خپل په عوایدو کي د پام وړ زیاتوالی راولي - په سیمه کي د مخ پر زیاتیدونکي تاو تریخوالي پر وړاندي د غبرګون په توگه.
جاپان له ۲۰۲۲م کال راهیسي په چټکۍ سره ځان داسي په وسلو سمبالوي چي د دوهمې نړیوالې جگړې له پای راهیسي یې ساری نه لیدل کیږي. د جنوبي کوریا د وسلو تولیدوونکي دا هدف ترلاسه کړ چي په اروپايي بازارونو کي هم خپله پښه داخله کړي. لکه څنگه چي د هیوندای روتیم کمپنۍ، پر پولند باندي جنگي ټانکونه وپلورل.
په چین کي، چیري چي په عمومي ډول اقتصادي وده کراره سوې ده، په ۲۰۲۳م کال کي د دفاعي شرکتونو عایدات فقط صفر اعشاریه ۷ سلنې ته لوړ سول. دا له ۲۰۱۹م کال راهیسي تر ټولو کښته وده ښيي. د شیاو لینگ، د اټکلونو له مخې به چینايي دفاعي صنعت د ودې په بهیر کي پاته وي. د هغه په خبره د چین د پوځ عصري کول د «چین د حکومت او شخصاً ولسمشر شي له پاره یو لومړیتوب» دی.
د اسرائیل د تولیدوونکو له پاره د عاید ریکارډ
د وسلو له ۱۰۰ سترو تولیدونکو شرکتونو څخه شپږ یې په منځني ختیځ کي مستقر دي. د هغوی عاید په ۲۰۲۳م کال کي ۱۸ سلنې یعنی ۱۹،۶ میلیارده ډالرو ته لوړ سو. په غزې تراډه کي د جگړې له پیل سره د دریو اسرائیلي شرکتونو عاید د وسلو د تجارت له امله په مجموعي ډول د ۱۳،۶ میلیارډه ډالرو ریکارډ ته ورسید.
دا تر ټولو لوړ رقم وو چي تر اوسه پوري د اسرائیل د وسلو تولیدوونکي شرکتونو له خوا په ۱۰۰ سترو مخکښو تولیدونکو شرکتونو په ډله کي ثبت سوی دی. په دغو شرکتونو کي د اوسپني گنبد محافظتي ډال جوړونکي "Iron Dome" شامل دي، چې په اسرائیل کي د راکټي بریدونو مخه نیسي.