په میانمار کي مځکي ښویدني د ۱۱۰ تنو ژوند اخیستی
۱۳۹۹ تیر ۱۲, پنجشنبهد میانمار په شمال کې د هپاکنت د سیمي په یوه کان کي د مځکي ښویدني له امله د پنجشنبه په ورځ لږ تر لږه ۱۱۰ تنه وژل سوي دي. د آسیا په جنوب ختیځ کي د پراته دغه هیواد اطفایی ویلی چي « تر اوسه یې ۱۱۳ جسدونه له خټو او چیکړو څخه راایستلي دي»
د چارواکو د معلوماتو له مخي دغه کان کیندونکي هغه وخت تر خټو او چیکړو لاندي سول چي د کاچین په ایالت کي یې زرغون رنګه قیمتي ډبري راټولولې.
د میانمار د اطفایې په یوه خبر کي چي په فیسبوک کي خپور سوی راغلي چي « د ژغورني عملیات لا پای ته نه دي رسیدلي.» پولیسو ویلي چي د بند پاته سوو کارګرانو د ژغورني عملیات د سختو بارانونو له امله په اوس وخت کي په ټپه دریدلي.
میانمار د زرغون رنګه قیمتي ډبرو په تولید کي د نړۍ په سطحه یو له مهمو هیوادونو څخه دی. په خاص ډول د میانمار په ګاونډي هیواد چین کي دغه ډول ډبری ډیر مینه وال لري. د کانونو شرکتونه ددغو ډبروله ټولولو څخه په میلیارډونو ډالرتر لاسه کوي.
د هپاکنت د کانونو په مرکز کي د امنیتي تدابیرو د کمښت له امله په وار وار سره دا ډول پیښي رامنځته کیږي.
زموږ له آرشيف څخه؛