په مکسیکو کې د محصلینو پر وژلو اعتراف
۱۳۹۳ آبان ۱۷, شنبهد مکسیکو لوی څارنوالان جیسس موریلو کارام، ویلي دي چې د «گوریرس یونیدوس» په نوم د مخدره موادو د یوې جنایي ډلې درې شکمنو کسانو چې څه موده وړاندې نیول شوي دي، د دغو محصلینو د وژلو او بالاخره د هغوی د جسدونو پر سوځولو اعتراف کړی دی. د نیول شویو کسانو د معلوماتو له مخې پولیسو، چې د هغوی په وینا یې عملا د مخدره توکو د محلي جنایي ډلو له پاره کار کوي، تر ۴۰ زیات محصلین دوی ته سپارلي ول.
د څارنوال د وینا له مخې د پیښې ځای د اگیولا، ښار ته څیرمه پروت دی. په دغه ځای کې د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې په پای کې له پولیسو سره تر اخ او ډب وروسته دغه ۴۳ محصلین لادرکه شوي ول. د څارنوال د وینا له مخې په دغه ځای کې تښتول شوي محصلین وژل شوي دي او بیا د هغوی جسدونه د پترولو په واسطه سوځول شوي دي. څارنوال په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې عاملینو بیا د وژل شویو کسانو ایرې په بوریو کې اچولي دي او سیند ته یې غورځولي دي.
خو څارنوال په خپلو څرگندونو کې پر دې ټینگار کړی دی چې په قوي احتمال سره به د د وژل شویو کسانو د پاتې شونو پيژندل ډیر وخت ته اړتیا ولري او په وینا یې له دې کبله دغه محصلین لا هم د لادرکه کسانو په ډله کې شمیري.
د لادرکه شویو ۴۳ ځوانو محصلینو نا څرگند برخلیک له اوونیو راهیسې په مکسیکو کې د بحث توده موضوع ده. دغه ۴۳ ځوانان چې د دارلمعلمین محصلین دي، د سپتمبر میاشتې پر ۲۶مه نېټه د گوریرو ایالت په اگیولا نومې سیمه کې تښتول شوي دي. څو اوونۍ دمخه د «گوریرس یونیدوس» په نوم د جنایي ډلې غړو د دغو کسانو پر وژلو اعتراف کړی وو او څیړونکي د یوه ډله ییز قبر راسپرړلو ته اړ شوي ول. خو څیړنو وښووله چې په دغه ډله ییز قبر کې موندل شوي کسان له لادرکه کسانو سره تړاو نه لري.
د سه شنبې په ورځ د اگیولا پخوانی ښاروال او د هغه میرمن چې د دغه جنایت اصلي طراحان گڼل کیږي د شپږو اوونیو تر تېښتې وروسته په مکسیکو ښار کې ونیول شول. پخوانی ښاروال خوزې لویس آبارکا او د هغه میرمن لویس انجلېس پنېدا، د محصلینو تر لادرکه کیدو وروسته پټ شوي وو. د مکسیکو لوی څارنوال داسې گمان کوي چې آبارکا د محصلینو پر ضد د اقداماتو امر ورکړی وو، تر څو په دې کار سره یوه ورځ وروسته یوې غونډې ته د ده د میرمن د وینا پر مهال د احتجاج مخه ونیسي.
داسې گومان کیږي چې آبارکا او د هغه میرمن د «گوریرس یونیدوس» له جنایي ډلې سره اړیکي لري، دا ځکه چې د آبارکا میرمن د مخدره توکو د قاچاق کوونکو له یوې کورنۍ سره تړاو لري. د څیړونکو د اټکلونو له مخې په دغه سیمه کې سیمه ییز محلي سیاستوال، اختلاس گر پولیس او د مخدره موادو جنایت کاران لاس په لاس کار کوي.