په قطر کې د هند سفير له طالبانو سره کتلي
۱۴۰۰ شهریور ۹, سهشنبهرويټرز خبري آژانس د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله ليکي چې په قطر کې د دوی استازي، ديپک ميټال، په دوحه کې د طالبانو د سیاسی دفتر له مشر، شیرمحمد عباس ستانکزي سره کتلي دي. دغه وزارت زیاته کړې ده چې دغه کتنه د طالبانو د غوښتنې پر اساس شوې ده.
هندوستان له اوږدې مودې راهیسې له طالبانو څخه په دې خاطر اندېښنه لري، چې دغه ډله د هند له رقیب هیواد پاکستان سره نژدې اړيکې لري.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې په دغه کتنه کې دواړو خواوو په افغانستان کې د پاتې هندي اتباعو د خونديتوب په اړه خبرې کړي دي.
د هندوستان یوه ژوره اندېښنه دا ده چې د هندوستان ضد اورپکې به د افغانستان خاوره د دوی پر ضد وکاروي.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت له قوله ویل شوي دي چې د هند سفير له ستانکزي سره په دغه کتنه کې پر همدې موضوع هم خبرې کړي او په دې تړاو يې د هندوستان اندېښنه ورسره شريکه کړې ده.