په عراق کې د امریکا په هوایي بریدونو کې ۲۵ تنه وژل شوي
۱۳۹۸ دی ۹, دوشنبهامریکا دغه بریدونه د حزب الله ډلې د کتائب واحدونو د هغو بریدونو په ځواب کې کړی چې د دغې ډلې له خوا په عراق کې د مستقرو امریکایي ځواکونو پر اډو ترسره شوی وو.
د رویټرز خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې په اوس وخت کې په عراق کې ټولې امریکایي اډې په بشپړ ډول د تیارسۍ په حالت کې دي.
بريدونو ته د امریکایي چارواکو هرکلی
ډیر شمیر امریکایي چارواکو په عراق کې د حزب الله پر کتائب واحدونو د متحده ایالاتو د هوایي بمبارۍ هرکلی کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو د یکشنبې په مادزیګر د یوې بیانیي په خپرولو سره وویل:«د ایران هغه اقدامات به ونه زغمو چې د امریکایي ښځو او نارينه وو ژوند په خطر کې واچوي.»
د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر او د ګډو امریکایي ځواکونو مشر مارک میلي هم د دغو بریدونو هرکلی کړی دی. د امریکا د دفاع وزیر په عراق کې د کتائب پر مرکزونو بمبارۍ بریالي عملیات وبلل او په عراق کې یي د خپل هیواد د نظامي عملیاتو د پراخیدو د احتمال خبر ورکړ.
د امریکا یوه جمهوري غوښتونکي سناتور تام کاتن، هم د امریکا تر برید څو ساعته وروسته اعلان وکړ: «تهران باید پر امریکایانو له برید څخه لاس واخلي یا به له لازیاتو خرابو پایلو سره مخامخ شي.»
د وروستیو بریدونو د تلفاتو د ډیریدو احتمال
د ایران رسمي چارواکو تر اوسه پورې د دغو پيښو او امریکایي چارواکو د څرګندونو په هکله غبرګون نه دی ښکاره کړی. د رویټرز خبري آژآنس د عراق د امنیتي ځواکونو او د دغه هیواد د پوځي ملیشه و له قوله رپوت ورکړی دی:«د تیرې شپې په برید کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي او ۵۵ نور ټپيان شوي دي. د ټپیانو د انديښنې وړ وضعیت ته په کتلو سره ممکن د تلفاتو شمیر لوړ شي. په وژل شویو کې د کتائب ډلې لږ تر لږه ۴ تنه سیمه ایز قوماندانان هم شامل دي.»
د عراقي چارواکو غبرګون
د عراق لومړي وزیر عادل عبدالهادي د امریکا بریدونه د «عراق د ملي حاکمیت نقضول» وبلل او وېې ویل: «د امریکا د دفاع وزیر تر برید نږدې نیم ساعت مخکې ما سره تماس نیولی وو. هغه ته مې اطلاع ورکړه چې دا بریدونه په خطرناکه توګه تشنج زیاتوي او د سیمې امنیت ګواښي.»
د عراقي کوماندویي ځواکونو د لوا مرستیال ابومهدي المهندس، چې له ایران او په ځانګړي توګه د قدس ځواکونو سره نږدې اړیکي لري د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي دي: «امریکایي ځواکونو ته به زمونږ ځواب ډیر ځپونکی وي.»
مقتدی صدر هم د وروستیو پيښو په ارتباط خبرداری ورکړی دی چې عراق به د ایران او امریکا د مخامخ کیدنې پر ځای بدل شي. مقتدی صدر ویلي دي چې هغه د امریکا او ایران د جګړې او نښتې پر میدان د عراق د بدلیدو مخالف دی.
دویچه ویله/ش.ن/ب.ص
زموږ له آرشيف څخه: