1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په سپینه ماڼۍ کې باید ټوله ماسکونه واغوندي، خو ترمپ نه

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۳, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د حکومت د دوو لوړ رتبه مامورینو په کرونا باندي تر اخته کیدو وروسته په سپینه ماڼۍ کي د ماسکونو ایښوول جبري وګرځیدل، خو جهمورئیس ترمپ بیا هم ماسک نه اغوندي.

https://p.dw.com/p/3c4D4
USA | Donald Trump | Maskenpflicht für Mitarbeiter im Weißen Haus
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Brandon

جمهوررئيس ترمپ د ژورنالستانو په مخکي وویل، چي دی به پخپله ماسک کښینږدي، ځکه چي په خبره یې هیچا ته نه نژدې کیږي او ځکه یې نو د ایښوولو ضرورت هم نه لیدل کیږي. نوموړی پر دريځ د خبرو پر مهال د ژورنالستانو او مامورینو څخه په یوه مطمیینه لیري فاصله کي ولاړ ؤ. د جمهوررئيس معاون مایک پېنس هم نه غواړي ماسک کښیښږدي.

د کرونا کارپوهان په کورو کي کار کوي

د تیري اوونۍ په اخره کي په کرونا ویروس باندي د سپیني ماڼۍ د دوو کارکونکو د اخته کیدو خبر ورکول سوی ؤ، چي یوه یې د جمهوررئيس د مرستیال مایک پېنس ویانده، کاتي میلر وه. تر دغي واقعې وروسته د پېنس د کرونا د ټيم درو مهمو غړو اعلان وکړ، چي د احتیاطي تدابیرو په سبب په کورو کي پاتیږي او ځانونه قرانطین کوي: یو د هغو څخه ایمونولوجست او د ترمپ مشاور، انتوني فوسي دی. بل یې د امریکا د صحي چارواکو)CDC( رئیس،روبرت ریب فیلډ او بل یې هم د غذايي موادو او دارو درملو د ادارې آمر، شټیفان هان دی.

د بلي خوا بیا ترمپ د ورځو ورځو راهیسي فشار واردوي، چي د کرونا قیودات دي په ټوله امریکا کي راکم سي، تر څو اقتصاد بیرته وغوړیږي. خو په سپینه ماڼۍ کي د ویروس شیوع، چي د سپیني ماڼۍ مهم کارکونکي يې له کبله باید په منظم او پر له پسې ډول سره ټِست سي، ښکاره کوي، چي په امریکا کي عادي ژوندانه ته بیرته ورګرزیدل څومره سخت دي.

د کرونا پانډمي د امریکا په ډیرو برخو کي نوره د کنټرول څخه وتلې ده. په واشنګټن کي هم. په همدې خاطر د ماسکونو د مکلفیت د لاري کوښښ کیږي، چي د حکومت په مرکز کي د کرونا ویروس د شیوع او پراخوالي مخنیوی وسي. د دې دپاره چي کرونا تر کنټرول لاندي راغلې وي، په سپینه ماڼۍ کي باید د نورو ترڅنګ هره ورځ هغه ټِست سي او نه لکه د پخوا په ډول په اوونۍ کي یو وار.

کارلا بلایکر (واشنګټن)، هنس څیګلر/م.ق.ن./ا.و.ا.

زموږ له آرشیف څخه: