په سعودي عربستان کي دُره وهل بند سول
۱۳۹۹ اردیبهشت ۶, شنبهد رویترز خبري آژانس پرون جمعه (د اپریل میاشتي ۲۴ مه) خبر ورکړ چي داسي یو سند په اختیار کي لري، د کوم پراساس چي د سعودي عربستان ستري محکمې د دُره وهلو یا شلاق مجازات لغؤ کړي دي. د دغه سند پر اساس به دغه مجازات په نقدي جریمه او یا بندي ګرت سره عوض سي. ویل سوي دي چي دغه اصلاحات د ولیعهد محمد بن سلمان تر لارښووني لاندي تر سره سوي دي.
په سعودي عربستان کي د دُره وهلو څخه د ډیرو جرمونو د مجازاتو په خاطر استفاده کیږي. دغه هیواد تدوین سوي قوانین نه لري او د محکمې احکام اکثرأ د اسلامي شریعت او تفسیرونو پراساس تر سره کیږي. خو په دغه هیواد کي بیا هم د غلأ له کبله د بدن د اعضاوو قطع کیدل یا د قتل او یا ترهګرۍ په صورت کي د اعدام حکمونه په خپل ځای پاته دي.
د بشر د حقوقو د څارني بین امللي سازمان له خوا هرکلئ
په سعودي عربستان کي د دُره وهلو پر مجازاتو باندي د بشر د حقوقو د سازمانونو لخوا په وارو وارو سره انتقادونه سوي وه.د سعودي عربستان د بشر د حقوقو د کمیسيون څخه عواد الواد رویترز ته ویلي دي چي د دُرې وهلو منع کیدل د دغه هیواد د اصلاحاتو د پروګرام یو مهم جز ؤ.
د بشر د حقوقو د څارني بین امللي سازمان یا هيومن رایتس واچ هم د دُره وهلو د لغؤ کیدو څخه هرکلی کړی دی. د دغه سازمان د منځني ختیځ او شمالي افریقا مسئول مرستیال، ادم کووګل ویلي دي چي دغه ډول یو تصمیم باید څو کاله دمخه لا نیول سوی وای. دهغه په خبره اوس نو د سعودي عربستان د «غیرعادلانه» قضايي سیسټم د اصلاحاتو په مخکي هیڅ خنډ وجود نه لري.
ددې دمخه په دغه شاهي هیواد کي نور اصلاحات هم تطبیق سوي وه، د هغې جملې څخه د ښځو له خوا د موټرچلول، سفر کول، تحصیل، وظیفې او شغل اجرأ کولو اصلاحات، چي د نارینه خپلوانو (پلار، میړه او ورور) رضاییت ته پکې ښځې حاجت نه لري. خو پر دغو اصلاحاتو سربیره د ښځو او نارینه وو ترمنځ د کامل مساوات خبره لا ډیره لیري ده.