په خیبر پښتونخوا کې د معیوبینو کرکیټ ټورنمنټ
د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پیښور ښار کې د لومړي ځل له پاره په (ویل چئر) کې د ناستو معیوبینو د کرکیټ لوبې ټورنمنټ جوړ شوې وو. په دې ټونمنټ کې د پیښور سربیره د فاټا معیوبینو هم برخه اخیستې وه. انځوریز رپوټ:
په خیبر پختونخوا کې د خپل ډول د لومړني (د معیوبینو د دغه سیمه ییز ویل چئر کرکټ ټورنمنټ) اتلولي د پښور ټیم ترلاسه کړه.
په دغه ټورنمنټ کې د ټولو لوبډلو معیوبه لوبغاړو په ډیر شوق او علاقمندۍ سره برخه واخیسته او په راتلونکي کې یې هم د دا ډول مشغولتیاو د جوړولو غوښتنه وکړه.
د معیوبینو په دغه ټورنمنټ کې هم هر یوه لوبډلې ۱۱ تنه لوبغاړي درلودل. دغو معیوبینو هم د روغو انسانانو په څیر پر(ویل چئر) د معیوبینو په چوکۍ د کرکیټ لوبه وکړه.
د دغه ټورنمنټ په لاره اچولو هدف په سیمه ییزه کچه د داسې احساس پیدا کول دي چې دوی هم کولې شي د عامو وگړو په څیر په لوبو کې برخه واخلي.
د گرمۍ د شدت له امله ټولې لوبې اوه اوه اورونو ته محدود کړای شوې. خو د گرمې هوا سربیره لوبغاړو د لوبې بر مهال له ډیر دیسپلین څخه کار واخیست.
د دې ټورنمنټ په فاینل کې د پیښور واریئر لوبډلې د فاټا ایگلز لوبډلې ته په اتو ویکټو ماته ورکړه. فاټا ایگلز په ټاکل شوو اوو اورونو کې ۵۴ منډې جوړی کړې. د پیښور لوبډلې دغه هدف د دوو لوبغاړو په سوزیدو په پنځو اورونو کې پوره کړ.
د لوبغاړو د هڅونې په موخه په ډیر لوړ شمیر کې نندارچیان د دغو لوبو نندارۍ ته ورغلي ول. دوی هره شیبه لوبغاړي تشویقول.
د ټورنمنټ د ټولو لوبو پر مهال د پيښور ځوانانو په دوطلب ډول خدمات وړاندی کول او میدان ته د دوی د تگ راتگ په برخه کې یې مرسته کوله.
دغه ټورنمنټ د سیمه ېېز حکومت او خیریه سازمانونو په گډې همکارۍ په لاره اچول شوې وو. د دغه پروگرام د په لاره اچونکو په خبره د دغه ټورنمنټ د جوړیدو له امله د ملي لوبډلې له پاره نوې څیرې را برسیره شوي دي.
د پیښور واریئر ټیم د کپتان عرفان الله په اند لږه خواري او د حکومت پاملرنه په کار ده، تر څو د پاکستان ویل چئر کرکټ لوبډله د معیوبینو د کرکټ په برخه کې د خپل هیواد نوم روښانه کړي.