په جنوبي کوریا کې ژمنۍ المپیک سیالۍ پیل شوې
۱۳۹۶ بهمن ۲۰, جمعهپه جنوبي کوریا کې نن ژمنۍ المپیک سیالۍ په رسمي توګه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوې. په دې سیالیو کې له ۹۲ هیوادونو څخه شاوخوا ۳۰۰۰ لوبغاړي ګډون کوي.
د ژمنۍ المپیک سیالیو د پرانیستنې ځانګړي مراسم د جنوبي کوریا په پیونګ ژنګ ښار کې ترسره شول. د مراسمو په ترڅ کې د انګلیسي تورو په ترتیب د هر هیواد لوبډلې میدان ته راووتې. دا به داسې حال کې ده چې په دې سیالیو کې افغانستان ونډه نه لري.
د دې له امله چې جنوبي کوریا د دې لوبو کوربتوب کوي، د دې هیواد لوبډلې تر ټولو وروسته میدان ته راووته. د پرانیستنې ځانګړې شیبه هغه وخت وو چې د شمالي او جنوبي کوریا لوبغاړي د کوریا د یوځای والي تر یوه بیرغ لاندې میدان ته داخل شوې.
هغه لوبغالی چې لوبې په کې پرانیستل شوې د ۳۵ زره کسانو ظرفیت لري چې پرې نږدې ۶۴ میلیونه ډالر مصرف شوی دی.
د ژمنیو المپیک په دې سیالیو کې به ټولټال په ۱۵ برخو کې ۱۰۲ لوبې ترسره شي. په دې ترتیب دا د ژمني المپیک سیالیو ۲۳مه دوره ده چې کوربتوب یې د جنوبي کوریا پر غاړه دی.