په جده کې د امريکا قونسلګرۍ مخې ته ډزو کې دوه کسان وژل شوي
۱۴۰۲ تیر ۸, پنجشنبهد سعودي عربستان په بندري ښار جده کې د امريکا متحده ایالاتو د قونسلګرۍ ودانۍ مخې ته په دې فایرونو کې يو امنيتي ساتونکی او يو بريد ګر وژل شوی دی.
د «اس پي ای» دولتي خبري آژانس د رپوټ په حواله يو سړی د قونسلګرۍ ودانۍ ته څیرمه، ماشینداره په لاس له موټره تر راکښته کيدو وروسته له پوليسو سره د فايرونو د تبادلې په نتیجه کې ووژل شو.
اړونده موضوع: سعودي: «پر مکه معظمه د برید مخه ونيول شوه»
په دې پېښه کې وژل شوی دويم کس د قونسلګري خصوصي امنيتي ساتونکی دی چې د نيپال هېواد وګړی دی. هغه په ډزو تر ټپي کيدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ.
زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ
په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې منځ کې ويلي دي چې د قونسلګرۍ ودانۍ تړل شوې ده. زياته شوې ده چې په پېښه کې امريکايي اتباعو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. وزارت د نيپالي امنيتي ساتونکي له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د دې پېښې پس منظر تر اوسه روښانه نه دی خو امريکايي چارواکو ويلي دي چې د پلټنو په تړاو د سعودي له حکومت سره په تماس کې دي.
په جده کې پر قونسلګرۍ بريدونه
په ۲۰۱۶م کال کې هم په جده کې ورته پېښه رامنځته شوه. هغه وخت هم د جولای د ۴مې نيټې يعني د امريکا د خپلواکۍ د ورځې لږ تر مخه ورته څه پيښ شوي ول: يوه ځانمرګي بريدګر په ځان پورې تړلي مواد وچول چې په نتیجه کې یې دوه ساتونکي سرسري ژوبل شول.
اړونده موضوع: څو بريدونو سعودي ولړزاوه
په ۲۰۰۴م کال کې بيا په يوه بريد کې په ټولیزه توګه دولس کسان ووژل شول. د القاعدې ترهګرې شبکې سره اړيکې درلودونکي بريدګر چې په بمونو او نورو وسلو سمبال ول، د امريکا دې نمايندګۍ ته داخل شول او د قونسلګرۍ پنځه کارکوونکي او څلور امنيتي ساتونکي یې ووژل.
زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ
په دې ترڅ کې امنيتي ځواکونو د ودانۍ د تصفيه کولو پر مهال درې بريد کوونکي ووژل او دوه یې ژوندي ونيول.
ب. ص/ ن. ز (afp, dpa, rtr)