1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکیې کې د ډوبې شوې کښتۍ د قربانیانو شمیر ۵۴ ته لوړ شوی

۱۳۹۹ تیر ۲۹, یکشنبه

د ترکیې په ختیځ کې د مهاجرو د لیږدونکي کښتۍ تر ډوبیدو څو اونۍ وروسته، د قربانیانو نور جسدونه هم موندل شوي دي. په دوی کې دوه ماشومان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/3fY61
Flüchtlingstragödien auf hoher See
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/F. Lannino/S. Gabriele

د شنبې په ورځ د ترکیې دولتي خبري آژانس «انادولو» خبر ورکړی دی چې د جون میاشتې په وروستیو کې د مهاجرو د ډوبې شوې کښتۍ د قربانیانو تائید شوی شمیر ۵۴ ته لوړ شوی دی. زیاته شوې ده چې د یکشنبې په ورځ (د جولای میاشتې ۱۹ نیټه) به په نورو قربانیانو پسې لټون پيل شي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان زویلو، د معلوماتو له مخې د جولای په اوایلو کې په دې کښتۍ کې ۶۰ تنه سپاره ول، خو دا چې کښتۍ څنګه ډوبه شوې ده، په دې اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د دې ستر جهيل یوه برخه د ترکیې په بتلیس ولایت او بله برخه یې د فان ولایت کې چې له ایران سره سرحد لري واقع ده. له دغه ځایه په پرله پسې ډول پناه غوښتونکي له سرحد څخه تیریږي، څو د اروپا پر لور خپل سفر ته ادامه ورکړي.

په وروستي ځل د ۲۰۱۹م کال په دسمبر میاشت کې ۷ تنو هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې لیږدونکې کښتۍ یې په دغه جهيل کې ډوبه شوه. په دوی کې د افغانستان، پاکستان او بنګله دیش هیوادونو پناه غوښتونکي هم شامل وو.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص