په ترکیه کې د امریکا د قونسلگرۍ له کارکونکو څخه پلټنې
۱۳۹۸ آذر ۱, جمعهلوې څارنوالۍ په ادانه کي ترکي خبري آژانس (DHA) ته ویلي دي چي له دغو دواړو د امریکا د قونسلگرۍ ترکي کارکونکو څخه چي خپله ویدیو یې په انټرنیت کي خپره کړې وه، «اسلامي عقیدوي ارزښتونو ته د سپکاوي او توهین» په تور تحقیقات وسول. خو هغوی پرون چهارشنبه (د نومبر میاشتي پر۲۰ مه نیټه) تر لنډ وخت بندیگرت وروسته بیرته آزاد سول.
په تر سوال لاندي دغه ویدیو کي یوه ښځه لیدل کيږي، کومه چي په مکه معظمه کي د مسلمانو له پاره مقدسو زمزم اوبو باندي پسخند وهي. وروسته هغه خپل دوهم نارینه ملگري ته چي ظاهرأ یې اسلامي کالي هم اغوستي دي، مشوره ورکوي چي د شرابو یو ډول مخلوط (کوکتیل) وڅښي.
دا هم په داسي حال کي ده چي په حاضر وخت کي د واشنگټن او انقرې تر منځ روابط د یوه سلسله جنجالي مسایلو په اړه بې له هغه هم د تشنجه ډک دي. د نورو تر څنگ د سوریې په شمال کي ترکي عملیاتو یې روابط سخت خړ پړ کړي دي.
په ۲۰۱۶ م کال کي د ترکېې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د حکومت پر ضد تر ناکامي کودتا وروسته د امریکا د قونسلگرۍ ډیر کارکونکي نیول سوي ول. د مېتین توپوز په نامه یو کارکونکی د جاسوسۍ په تور تر اوسه پوري هم په تعلیقي بندکي شپې او ورځي تیروي.