1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په ترکیه کي عیسویان تر سخت فشار لاندې دي»

۱۳۹۹ تیر ۶, جمعه

د کېمبریج د پوهنتون استاد، الکساندر ګورلک په نظر د نړۍ تر ټولو لرغونې کلیساوې او عیسویان د ترکي دولت تر سخت فشار لاندې دي. هغه دا د راتلونکي له پاره یوه ښه نخښه نه بولي.

https://p.dw.com/p/3eNWl
Christen in der Türkei im Stich gelassen
انځور: Euskal Fondoa/Andoni Lubaki

د پروفیسر الکساندر ګورلک، په خبره په ترکیه کې د عیسویانو تعقیب اوس هم جریان لري. په داسې حال کې چې نړۍ په دې باندې مصروفه ده، چې د کرونا ویروس سره مبارزه وکړي، د ترکیې دولت بیا د دغه حالت څخه استفاده کوي، تر څو اقلیتونه وټکوي او څنډې ته یې کړي.

ګورلک زیاتوي، چې د عیسویانو یوې خواته کول او شړل د جمهور رییس رجب طیب اردوغان په اجنډا کې کومه نوې خبره نده. هغه وايي چې د ډیره وخته څخه د ترکیې سیکولر دولت په یوه داسې دولت او نظام د اړولو کوښښ کوي، چې د عثماني او اسلامي دولت یو مخلوط وي.

په تیر لنډ وخت کې تر ټولو دمخه د دغه هیواد په جنوب شرق کې اوسیدونکي سوري - ارامي عیسویان د خپلو حقوقو او مالونو د له لاسه ورکولو څخه په بیره کې دي. دا د عیسويانو یوه تر ټولو زړه او پخوانئ فرقه ده. ارامي ژبه، کومه چې دغه فرقه یې اوس هم په خپل عبادت کې کاروي، هغه ژبه ده، چي احتمالأ عیسی(ع) پخپله هم خبرې ورباندې کولې.

د چارواکو له خوا د عیسویانو د ملکیت ضبطول

د ګورلک په خبره ترکي مقاماتو په دې باندې شروع کړې ده، چې هغه ملکیتونه چې په دغې فرقې یا عادي اشخاصو پورې مربوط وي، د نورو کسانو په نامه کړي او پدې ډول سره عیسویان یې بې ملکیته کړي. د کوردانو سره د جنګونو او کشمکشونو پر مهال د ترکیې په دغه برخه کې د عیسویانو کلیساوې هم ونړیدلې.

Christen in der Türkei im Stich gelassen
انځور: Euskal Fondoa/Andoni Lubaki

د دې ترڅنګ د سوريې په شمال کې د ترکي عملیاتو پروخت تقریبأ ۲۰۰ زره انسانان، چې په منځ کې يې ډیر عیسویان هم ول، د خپلو کورونو او بانډو پریښولو ته مجبوره سول. د جنګونو له امله هغوی اوس هم نه سي کولای خپلو کورونو ته ور وګرځي.

که څه هم جمهور رییس اردوغان وعده ورکړې ده، چې غواړي کلیساوې بیرته ترمیم او جوړې کړي، خو د ګورلک په خبره پخپله په ترکیه کې د عیسوي اقلیت دوامداره او سیستماتیک ټکول او تاوان ور رسول پردې باندې دلالت کوي، چې هغه د عیسویانو د ژوند د بیرته احیأ کولو سره واقعأ جدي نه دی.