په ترکيه کې د کاپادوکيه سيمي ښکلا
د ترکیې د اناتولي په مرکزي برخه کې واقغ د کاپادوکيه سيمه ډېرې ښکلي طبيعي منظرې لري. دلته پرتې غونډۍ او غرونه ډېر حيرانونکي جوړښتونه لري. که له ځمکې یې ننداره کوئ او که فضا ورته ګورئ، ښکلا یې له هرې زاویې د ستاينې ده.
په اوچيسار کې د لمر لوېدل
د مرکزي يا منځنۍ اناتولي په کاپادوکيه سيمې کې انسانو له ميلاد څخه کابو ۳۰۰۰ کاله پخوا ژوند پېل کړی وو. دا د ترکیې له مشهورو تفريحي ځایونو څخه يو دی. دا سيمه په ۱۹۸۵م کال کې د يونيسکو د نړيوال کلتوري ميراث په توګه درجه بندي شوه. د اوچيسار کلا تر ځمکې لاندې استوګن ځایونه او دهلیزونه لري. دا سيمې تر ټولو لوړ ځای هم دی.
مهارت او کلتور
دا په نوشهر کې د غاليو او سوغاتونو يو پلورنځای دی. په غاليو کې ډېر باريک جزيات د ستاينې وړ دي. دا جزيات ننداره کوونکي يوه بل عصر ته وړي.
شاهداره منظره
د کاپادوکيه ملي پارک په مرکز کې د ګورمې په نوم يوه کوچني سيمه ده. دلته په غارونو کې دننه ډېر آرام او ښکلي استوګن ځایونه موجود دي. د ګرمې هوا د پوکاڼيو (هات اير بالون) د پرواز په ترڅ کې سړی د ټول سيمې ننداره کولی شي.
د پرستان سېل
په کاپادوکيه کې د تودې هوا په پوکاڼې کې الوتنې ته د يوې جادویې تجربې په سترګه کتل کيږي. دا پوکاڼۍ تر لمر پريوتو مخکې پرواز کوي او له دې څخه د لمر ختلو او بامونو ننداره ډېره په زره پورې وي. د ګرمې هوا د پوکاڼې يو پرواز کابو دوه نيم ساعت دوام کوي.
بشپړ انځور
په کاپادوکيه کې ټولې منظرې د انستاګرام، سنيپ چت او ويديوګانو له پاره په زره پورې ګڼل کيږي. که دا عکسونه او ويديوګانې په اوښ د سپرلۍ په مهال اخلئ او که له يوه کرېن څخه اخلئ.
د غرونو او غونډيو عجب جوړښتونه
د کاپودوکيه د ملي مارک دې حيرانوونکې منظرې ته د مينې دره ويل کيږي. دلته د تیزو بادونو او شديدو موسمي تغيراتو له کبله غرونو دغه ډول شکل خپل کړی دی.
کيندنې
په دې سیمه کې په پراخه کچه نرمې غونډۍ پرتي دي چې کيندنه هم پکې آسانه وي. د يوه عادي ابزار په مرسته هم دلته کيندنه ترسره کيدلای شي. د ظلم او تيري ښکار مسيحيان په درېمه میلادي پيړۍ کې په دې شاړه سيمه کې ميشت شوي ول. وروسته بيا په دې غرونو کې کورونه، کليساوې او خانقاګانې ورغول شوې.
انفراديت يا جلاوالی
تر ځمکې لاندې غارونو سيسټم هم ډېرې ښکلې منظر لري خو له پاسه یې سړی ننداره نه شي کولی. د دې سيسټم د نندارې له پاره بايد سړی تر ځمکې لاندې ولاړ شي. په غارونو کې د ځمکې لاندې تعميراتي هنر منفرد او جلا دی.
له ځمکې او هوا څخه د کاپودوکيه ننداره
د منځنۍ اناتولی د دې حیرانوونکې سيمې سيل سړی د تودې هوا له پوکاڼې او يا پر بايسکل، آس او يا پر اوښ د سپريدو له لارې کولی شي. د کوچنیو ګاډيو له لارې هم د دې سيمې د تنګو کوڅو او يا کوچنيو کلیو سياحت امکان لري. په موټر کې هم سړی دلته سيل کولی شي.