1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکيه کي ۳۰۰۰ غيرقانوني مهاجر نيول سوي دي

۱۳۹۸ دی ۲, دوشنبه

د ترکيې امنيتي چارواکو ويلي دي چي تيره اوونۍ يې ۳۰۰۰ غير قانوني مهاجر نيولي دي. د دغه هيواد جمهوررئيس يوه ورځ مخکي اروپا ته د مهاجرت د يوې نوي څپې څخه خبردار ورکړ.

https://p.dw.com/p/3VG9J
Flüchtlinge an der griechisch-türkischen Grenze
انځور: picture-alliance/dpa/S. Baltagiannis

د ترکيې د رسمي سرچينو په حواله، د دغه هيواد امنيتي ځواکونو د يوې اوونۍ په جريان کي نژدې ۳۰۰۰ غيرقانوني مهاجر نيولي دي.

د اناتولي په نوم خبري آژانس د دوشنبې په ورځ د دغه هيواد د امنيتي ځواکونو په حواله ليکلي دي، چي يوازي په شمال لوېديځ ادرنه ولايت کي ۱۶۰۰ مهاجر نيول سوي دي.

د سرچينو په حواله په سونو نور مهاجر چي افغانان، سوريايان، عراقيان او ايرانيان پکښې دي په موغله او چناق ښارونو کي نيول سوي دي.

د سوريې د کورنۍ جگړې له پيل راهيسي ترکيې په سونو زره سوريايي مهاجرو ته پناه ورکړې ده. دغه مهاجر په ترکيه کي «موقتي حفاظت» لري. خو بيا هم د ترکيې حکومت په پام کي لري چي د دغو مهاجرو اکثره د سوريې په شمال کې یوه امنیتي زون ته انتقال کړي.

اوس له سوريې څخه د ترکيې پر لور د په زرونو نورو مهاجرو ورتگ ته په کتو سره، د ترکيې جمهور رئيس اردوغان اروپايي ټولني ته د مهاجرو د يوې نوي څپې د پيليدو خبرداری ورکړی دی.

n.z/s.r(dpa)