1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکيه کي یوه ځوانه محصله د کور مخته ووژل سوه

۱۳۹۸ آذر ۱۹, سه‌شنبه

په ترکيه کي یوه ۲۰ کلنه محصله کور ته پر لاري ووژل سوه. خو دا اوله ښځه نه ده، چي وژل کیږي. یوازي سږکال هلته ۴۳۰ تنې په قتل رسیدلي دي. د ښځو د حقوقو سازمانونه دښځو دښه حفاظت غوښتنه کوي، خو حکومت ډیر څه نه کوي.

https://p.dw.com/p/3UYc1
Türkei Studentin Ceren Özdemir ermordet
انځور: DHA

د یوې بلي ځوانې ښځي قتل د ترکيې عامه محضر له شوک سره مخامخ او په اجتماعي رسنیو کي یې د نفرت او قهر څپې راپورته کړي دي: د هنرونو دغه ځوانه محصله سیرن اویزدمیر، د دوشنبه په ماښام «د ۲۰۱۹ دسمبر میاشتي نهمه» د توري بحیرې د اوردو په ښار کي د بالیت رقص تر درس وروسته کور ته روانه سوه. خو یوه نامعلومه کس هغه د کور تر دروازې پوري تعقیب کړه. هلته یې یوه چاړه راوکښله او څو ځایه یې ووهله. هغې وروسته په روغتون کي د خپلو سختو زخمو په سبب ساه ورکړه.

هغه شکمن مجرم ، چي اوس یې دا هم په قتل ورسوله، پخوا لا د ۱۲ جرمونو د سرته رسولو، لکه د کوچني وژل او غلاوو  په سبب محاکمه سوی وو. هغه په دغه وخت کي د محبس څخه تښتیدلی وو. خو یوه ورځ وروسته هغه په یوه تمځای کي ونیول سو او لويي څارنوالۍ ورباندي اقامهء دعوه وکړه.

Proteste von Frauenorganisationen in Ankara
انځور: DW/H. Köylü

ددې پيښي په مقابل کي نه یوازي د ترکیې عامه محضر سخت عکس العمل ښکاره کړ، بلکي لوړ رتبه دولتي سیاستمدارانو هم  ورسره خپله غمشریکي بیان او دسختو عواقبو اعلان یې وکړ. ځکه چي ډیر ترکان په دې باندي خوابدي دي چي څنگه یو قاتل د محبس څخه تښتیدلی دی.

Türkei | Demonstration gegen Gewalt an Frauen in Istanbul
انځور: Getty Images/B. Kara

د ښځو په مقابل کي تشدد نه توضیح کیږي

د ترکیې عامه محضر او خاصتأ انټرنیټي رسنۍ او د ښځو د حقوقو سازمانونه حکومت او عدلیه تر فشار لاندي راولي او وايي چي په تیرو میاشتو کي د ښځو په مقابل کي تشدد ډیر سوی او حکومت د هغوی د حفاظت په خاطر لږ اقدامات سرته رسوي. هغوی د حکومت څخه غواړي چي د ښځو دساتني په خاطر امنیتي تدابیر شدید کړي او خپلو اعترضونو او احتجاجونو ته دوام ورکوي.