په بن کی د چاپیریال او اقلیم نړیوال کنفرانس جوړ شو
۱۳۹۰ آبان ۲۷, جمعهپه ۲۰۳۰ کال کې به د ځمکې پر سر له اتو ملیاردو څخه زیات انسانان ژوند ولري. خوراک او څښاک، انرژي او د یو سوکاله ژوند لپاره اړتیاوې به نورې هم زیاتې شي. دغو ننګونو ته د بن په روان کنفرانس کې کارپوهان د ځواپ په لټه کې دي.
د آلمان د حکومت په بلنه د نړۍ د چاپیریال او اقلیم د ژغورنې لپاره د چهار شنبې د ورځي څخه را په دې خوا یو نړيوال کنفرانس دایر شوی چې په هغه کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ژوند د مختلفو برخو کار پوهان، مسلکي او سیاسي استازي ګډون لري. د کنفرانس له ګډون والو څخه غوښتل شوي دي چې د ځمکې پر سر د انساني ژوند د پایښت په موخه د یو «زرغون اقتصاد» بنسټ کیږدي.
په ۲۰۳۰.کال کې به د ځمکې پر سر د وګړو شمیر د اته ملیاردو څخه هم لوړ شي. په لوړه سطحه د خلکو ژوند او د نوې تکنالوژۍ او پرمختللي صنایعو په راتګ سره به اوبو ته اړتیا ډیره شي. د اوبو، انرژۍ او خوراکي توکو زیرمې به لږ شي، ځکه طبعې زیرمې محدودې دي.
په نړیواله سطحه دې ستونزې ته د لازمې حل لارې د موندلو په مقصد د آلمان حکومت د بن ښار ته د مختلفو هیوادونو
استازي رابللي دي.
دغه کنفرانس چې د نکسوس په نوم یادیږی د نومبر د ۱۶مې نیټې څخه تر۱۸مې نیټې پورې دوام کوي. په کنفرانس کې به کارپوهان په راتلونکې کې د بشر د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په نوو لارو چارو سره خبرې وکړي.
د طبعي زیرمو د ورځ تر ورځې کمیدو د ډیرو کلونو راهیسې د کارپوهانو او سیاستوالو پام د انرژۍ د نوو زیرمو موندنې ته اړولی دی.
د بن د روانې غوندې وروسته د راتلونکي کال د جون په میاشت کې د ریودیژانیرو په ښار کې به بیا هم پدي اړه نړیوال کنفرانس دایر شيپ.
د آلمان حکومت غواړي چې په د بن د روان کنفرانس په ترڅ کې هیوادونه د انرژۍ د زیرمو د پراختیا خوندیتوب ته وهڅوي.
آلمان د چاپیریال ساتنې په برخه کې له ښه نوم څخه برخمن دی. دغه هیواد خو آن د جاپان د فوکوشیما د اتومي ناورین څخه را په دې خوا د اټومي انرژۍ د نه کاروني لار غوره کړې ده.
د رسمي سرچینو د شمیر له مخې د نړۍ د شپږ ملیاردو اوسیدونکو څخه ۹۰۰ میلیونه وګړي یې د څښلو پاکې اوبه نه لري، یو ملیارد وګړي د سختې لوږي او یو نیم ملیارد نور د برق د نشتوالې سره مخامخ دي. کارپوهان او څیړونکي په دې باور دي چې نړۍ سیاسي اواقتصادي نوښتونو ته سخته اړتیا لري.
آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش