په بامیان کې پر سیلانیانو د برید مسؤلیت داعش منلی
۱۴۰۳ اردیبهشت ۳۱, دوشنبهد افغان رسنیو د راپورونو له مخې، په بامیان کې د سیلانیانو پر یوې ډلې له وسله وال برید وروسته ترګري ډلي داعش په یوه ټیلیګرام چینل کې اعلان کړی دی چې د دې ډلې غړو«په بامیان کې پر مسیحي سیلانیانو او د هغوی پر شیعه ملګرو ډزې کړي.»
د دې ډلې غړو ویلي چې دا برید «د ایتلاف پر اتباعو د اسلامي دولت د مشرتابه د څرګندونو په چوکاټ کې شوی دی.»
د رسنیو د خبر له مخې په دغه وسله وال برید کې یو شمېر بهرني سیلانیان هم ټپیان شوي دي. ویل کیږي چې یو یې د ناروې او بل یې د اسټرالیا وګړی دی.
په ټپیانو کې د یوې هسپانوۍ مېرمنې روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د طالبانو حکومت ویلي دي چې ټپیان د کابل روغتون ته وړل شوي او دا مهال د دوی اړینه درملنه روانه ده.
د هسپانيا حکومت ویلي دي چې د وژل شویو هسپانویانو د جسدونو، ټپیانو او همدارنګه د دوو هسپانوي اتباعو چې په برید کې ژوندي پاتې شوي، د بېرته راستنولو له پاره د طالبانو له حکومت سره په اړیکه کې دي.